The news is by your side.

ترکۍ هنرمنده؛ کنځل کول مې خوښېږي

خبريال وېبپاڼه/ د هنرمندانو نړۍ که په ځینو مسلو کې د نورو خلکو څخه تنګه ده په ځينو مسلو کې بيا دوی خلاص لاس لري، ډېر وخت دوی کولی شي د خپل زړه خبره بدون له شرم څخه وکړي.

اوس تازه يوې ترکۍ هنرمندې چې په ترکي سريالونو کې یې کلونه کلونه کار کړی او کوي يې پخپله مرکه کې اعتراف کړی دی چې کنځل کول یې خوښېږي، بورجو بيریجیک ويلي چې هم یې کنځل کول خوښېږي او هم يې کوي.

دې پخپله مرکه کې په دې هکله ويلي چې يو پکي ته بايد ځانګړې اشاره وکړي هغه دا چې د کنځل کولو وخت او موقع ډېره مهمه وي، دې زياته کړې چې په کنځل کولو کې خپل حد پېژندل او خپل حدود پېژندل مهم دي له همدې کبله دا په کنځلو دې ټکو ته پام کوي.

دا وايي د کنځلو یې ډېر وخت انرژي زیاتوي او يو ډول ځان مست او خوشحاله احساس کوي، ددې په خبره چې هېڅ وخت يې چا ته داسې کنځل نه دي کړی چې زړه يې مات شوی وي.

بورجو چې ۳۱ کاله عمر لري د خپل شخصي ژوند په هکله یې هم ځينې ناویلي وویل، دې په دې تازه مرکه کې وويل چې ۳۱ کلنه ده، خو په دې وروستيو کې فکر کوي چې يو څه زړه شوې ده، د زړتوب خبره کوي خو وايي تراوسه يې د ښکلا لپاره هېڅ ډول جراحی عمليات نه دی کړی.

بورجو بيریجیک د کورونا ويروس څخه هم سر ټکوي، دا وايي چې کورونا ويروس هنري کارونه هم په ټپه درولي دي نو له همدې کبله بل کار نشته، خوري او څښي، دې په هکله داسې وويل؛ کاروبار نشته، خورو او څښو به.

د خپلو نورو خويونو په هکله دې وویل چې ډېرې زياتې خبرې کوي، ملګري یې ان نورو په ډېرو خبرو کولو ستړي شي او ورته وايي چې لږ چوپ شه.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.