The news is by your side.

جواد ظریف؛ اسرایلو دام اېښی، ترڅو امریکا په ايران حمله وکړي

جواد ظریف؛ اسرایلو دام اېښی، ترڅو امریکا په ايران حمله وکړي

خبريال وېبپاڼه/ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې ورځو کې د امریکا د احتمالي حملې څخه سخت فرياد کوي او په ټولنيزو رسنيو کې خپله دا اندیښنه بار بار څرګندوي.

تازه جواد ظريف د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ويلي دي چې اسرایل په عراق کې په امريکايي بنسټونو د حملې نیت لري، موخه يې داده چې حمله په ايران ورواړوي او د امريکا له لوري په ايران کې د حملې لار برابره کړي.

جواد ظریف ټرمپ ته ويلي چې په دې هکله او ددې دسيسې په هکله بايد بيدار اوسي، ايران به د هر بريد ځواب تر هغه په لوی بريد ورکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزرات په داسې حال کې د اسرایلو د دام او د امريکا د حملې د ځواب خبرې کوي چې د امريکا متحده ايالاتو په وروستۍ يوه نيمه مياشت کې د دوهم ځل لپاره منځني ختيځ ته د بمبارۍ ترټولو لویې بي ۵۲ الوتکې راولېږلې، دې الوتکو تازه د ايران په سرحد کې پروازونه کړي دي.

عراق د ايران او امريکا ترمنځ د ترټولو بد سرنوشت سره مخ دی، د يوې خوا د ايران له ملاتړ برخمنې شیعه وسله والې ډلې په امريکايي بنسټونو حملې کوي د بلې خوا بيا ددې په بدل کې امريکا په دې هېواد کې ايراني پوځي چارواکي وژني.

د امريکا او ايران په داسې وخت کې د تازه کېدو په حال کې دی چې د امريکا له لوري د وژل شوي قاسم سلیماني د وژنې کليزه په ايران او عراق دواړو کې لمانځل کېږي.

قاسم سلیماني د ايران د مذهبي مشر ايت الله خامنه اي ترټولو غښتلی پوځي قومندان و چې په سيمه کې يې شعیه ملیشې تنظيم کولې او د شیعه ایزم تر بيرغ لاندې يې د ايران سياسي موخو ته کار کاوه.

ډېری غربي رسنیو په ځانګړي ډول د منځني خیتځ څخه اسرايلي رسنیو دا خبر ورکړي دی چې ډونالډ ټرمپ نيت لري په تلو تلو کې په ايران باندې حمله وکړي.

په ايران د ډونالډ ټرمپ علاقه زياته ده، ان څو اونۍ وړاندې غربي رسنیو هغه راپور خپور کړ چې ډونالډ ټرمپ پکې د خپلو نظامي سلاکارانو څخه په ايران د بريد په هکله مشوره غوښتې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.