The news is by your side.

د ناکامو خلکو خبرې څه دي؟

د ناکامو خلکو خبرې څه دي؟
په طبیعي ډول هر انسان غواړي د خپل ژوند اتل واوسي، خو شته داسې کړنې او کړه وړه، چې ستاسو د ماتې لامل کېږي.
مونږ وغوښتل تاسو ته هغه خبرې او بهانې دروپېژنو، چې له امله یې تاسې خپل ژوند کې نه بریالي کېږي.
۱ـ له ژونده ستړی یم: ناکام خلک تل دا وایي چې له ژونده ستړی یم، ځکه دوی خپل ژوند کې ټاکلې موخه نه لري، او یا هم که موخه لري، نو ورته د رسېدلو لپاره هلې ځلې نه کوي، او بیا کله چې خپلو موخو ته ونه رسېږي، نو له ژوند ستړی وي.
کامیاب خلک تر هر څه دمخه خپل ژوند کې موخه لري، او بیا خپلو موخو ته رسېدلو لپاره تل هڅې کوي، کله چې دوی هلې ځلې کوي نو همدې وخت کې د دوی د ژوند جوهر او ژوند خوند په مانا پوهېږي.
په یاد ولرئ، د کامیابو خلکو لپاره او هغوی چې د خپلو موخو لپاره د ژوند سختیو په وړاندې مبارزه کوي، دوی ته ژوند له خوندونو ډک وي، او هېڅ کله له ژوند څخه نه ستړي کېږي.
۲ـ زه بوخت یم، او د هېڅ کار ترسره کولو وخت نه لرم: که چېرې یو شخص وغواړي، چې خپلې ټولې چارې ترسره کړي، نو بالکل یې کولی شي، په فارسي دري ژبه کې یوه اصطلاح ده، خواستن توانستن است.
۳ـ زه هېڅ کله غلط نه یم: د دې خبرې ویل انسان ته د دې اجازه نه ورکوي، تر څو خپل خراب او ناوړه کارونه اصلاح مړي، او یا هم په خپل ژوند کې پرمختګ وکړي، ځکه دا شخص ځان ته د دې اجازه نه ورکوي، چې خپلې تېروتنې سمې کړي.
۴ـ زما قسمت خراب ده: دا خبره کول، په اصل کې ستاسو تسلیمېدل دي، چې دا د ناکامو خلکو تر ټولو لویه ځانګړنه ده.
که انسان وغواړي د دعا په واسطه خپل قسمت هم بدلوی شۍ. ځکه کله چې انسان دعا کوي، او له خدای څخه د دې غوښتنه کوي، چې خدای ورته بریالیتوب په نصیب کړي، نو حتمن ورته د رسېدلو زیار او کوښښ هم کوي.
۵ـ له ژونده مې زړه تور ده: دا خبره هغوی کوي، چې ضعیفه او ناتوانه اوسي، دوی د ژوند ستونزو په مقابل کې د مبارزې توان ونه لري.
د بریالي او کامیابه خلکو زړه هېڅ کله ژونده تور نه وي، برعکس دوی ته ژومد له خوښیو او کامیابیو ډک وي.

۶ـ زه هېڅ نشم کولی: کله چې انسان یوه خبره کوي، تر ټولو ډېر یې په خپل بدن اغېزه کوي، دا به تاسې ته هم څرګنده وي، په کومه ورځ چې وواییئ، زه ناروغ یم، نو په ریښتیا هم چې ستاسو پر حالت اغېزه کوي، او تاسې د یوه ناروغ په شان احساس لرئ.
نو کوښښ وکړئ، هېڅ کله منفي خبرې ونه کړئ، هغه که تاسې یوازې اوسئ، او یا هم د نورو په وړاندې.ځکه که تاسې کومه خبره کوئ، تر ټولو ډېره اغېزه پر تاسو کوي. ژوند ستاسو دی، بریالیتوب هم ستاسو دی، نو کوښښ وکړئ، خپله مو د خپل ژوند اتل اوسئ، نه دا چې نور تاسو ته لاس درکړي، او لاسنیوی مو وکړي. که هر څومره کوچینی بریالیتوب هم وي، خو چې بریالي شئ نو تاسو ته خوند بیا هغه مهال ښکاري.
لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.