The news is by your side.

چين؛ کورونا ويروس لومړی په نورو هېوادو کې پيدا شو

چين؛ کورونا ويروس په نورو هېوادونو کې هم و، فقط موږ لومړی خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه/ د چين د بهرنيو چارو وزير وايي چی د کورونا ويروس پړه بايد په دوی وانچول شي، دی وايي چې په حقيقت کې کورونا ويروس چې کله په چين کې پيدا شو په نورو هېوادونو کې هم و، خو هغوی ددې هېڅ يادونه ونه کړه، د چين د بهرنيو چارو د وزير په وينا چې چين ته ځکه ګوته نیول کېږي چې چين دا ويروس پټ نکړ او موضؤع یې له نړيوالو سره شريکه کړه.

چینایي مقامات په داسې حال کې د کورونا ويروس په هکله شفافيت ځانته منصوبوي چې په دې هېواد کې د کورونا ويروس په هکله لومړی اخطار ورکوونکی لومړي ونيول شو بیا و ګواښل شو، ددې ترڅنګ په چين کې هغه خبريالان چې د کورونا ويروس په هکله یې خبر خپور کړی و ډېري يا زندانيان شول او يا هم بېخي ورک شول.

چين په داسې حال کې د شفافيت ادعا کوي چې دې هېواد د کورونا ويروس د ساريتوب په هکله هم رسمي معلومات ډېر وروسته د نړيوالو سره شرک او تاييد کړل.

د امريکا متحده ايالات بيا په دې هکله د ملامتيا ټوله ګوته چين ته نيسي، د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چين په لومړيو وختونو کې د کورونا ويروس په هکله معلومات پټ کړي و، کله چې دوی ورڅخه وغوښتل نو چينايي مقاماتو ورته وویل چې ويروس د انسان څخه انسان ته نه انتقالېږي.

له همدې کبله د امريکا ريس جمهور تراوسه پورې د کورونا ويروس ته د چين ويروس وايي، خو جالبه داده چې چينايي مقامات اوس نوره نړۍ ملامتوي او خپل ځان شفاف بولي.

پوهان وايي که چين په وخت د کورونا ويروس خبر ورکړی وی او همداراز یې ددې ويروس د ځانګړو په هکله دقيق خبر ورکړی وی نن به په نړۍ کې د کورونا ويروس دومره خپرېدل نه و مطرح بلکې زر به کنټرول شوی و.

چين د خپل ډيجيټل سيستم په مټ وکولی شوی بدون له واکسين څخه خپل هېواد ددې ويروس څخه پاک کړي، خو په نوره نړۍ کې بيا اوس حالت دومره خراب شوي دي چې کورونا ويروس بدون له واکسين څخه مهار کول ګران ښکاري.

چين د خپلو هېودوالو د تعقيب ترټولو غښتلی سيستم لري، په دې هېواد کې ۱۵۰ ميليونو څخه زياتې کامرې شتون لري، نه يوازې چې په دې هېواد کې د خلکو نورمال انځور ثبت شوی دی بلکې تر بايوميتریک هم پخوا په‌دې هېواد کې ان د خلکو د مخ عضلات هم په ډيجيټل ډېټا کې ثبت شوي دي.

د همدې سيستم په مټ چين وکولی شول خپل اتباع کنټرول کړي، دوی د خپلو اتباعو حرکت دقيقه په دقيقه کنټرول کولی شوی، له همدې کبله یې کرنټین په پوره مانا پلی کړ، دا ټول ددې سبب شول چې بالاخره چین وکولی شي بدون له کورونا ويروس واکسين څخه خپل هېواد ددې ويروس څخه پاک کړي.

په نورو هېوادو کې د يوې خوا خلکو په ښه ډول کرنټین پلی نکړ، د بلې خوا ضعیف اقتصادي حالت ددې سبب شو چې هېوادونه څه موده وروسته مجبور مارکېټ پرانیزي او خلک خپل کار پيل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.