The news is by your side.

د زورورو زوروره، د ورځې ۱۷۵۰ ډالر اخلي

د زورورو زوروره، د ورځې ۱۷۵۰ ډالر اخلي

خبريال وېبپاڼه/ په امريکا کې د افغانستان نازولې سفيره چې تېر ځل يې د یوه دېوال د جوړولو فساد په رسنیو کې غوغا جوړه کړې وه اوس یې د تنخوا او نورو بېلابېلو نومونو باندې د پيسو باسلو خبر په رسنيو کې شور جوړ کړی دی.

د ځينو سرچينو له قوله چې رویا رحماني په امريکا کې د څه کم اته زره ډالره معاش ترڅنګ د دسترخوان، لابي ګرۍ، د کور کرايې او ان خپل سینګار لپاره د افغانستان څخه زرګونه ډالر اخلي او هلته ورباندې خپل فرعوني عيش کوي.

د معلوماتو په بنسټ چې رویا رحماني یوازې د خپل کور د کرايې لپاره د افغانستان د حکومت څخه اته نيم زره ډالره اخلي، ددې ترڅنګ دا درۍ زړه صرف د خپل کور خدمتګارې ته ورکوي.

ملت ته غريب چارواکو ته فيوډال
رویا رحماني په داسې حال کې په امريکا کې د فرعون عيش او عشرت د افغانستان د خلکو په پيسو کوي چې پخپله د افغانستان نوي سلنه خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، د افغانستان په لارو کوڅو کې وږي او سوالګر نه ځائېږي.

رویا رحماني د مياشتې ۵ زره او ۲ سوه ډالر خپلو موټروانانو ته ورکوي، دا خانخېله يو باغوان هم لري چې د مياشتې يوازې هغه ته ۱۸۰۰ سوه ډالر ورکوي، د ملت په سر ناسته دا سفیره د خپل حوض د پاک ساتلو لپاره هم تقريباً ۹۰۰ ډالر مصرفوي، دوه زره ډالر بيا ددې روغتيايي بيمه ده، ددې ترڅنګ نوموړې هره مياشت ۱۳ سوه ډالر صرف د کور د شخصي دسترخوان لپاره ترلاسه کوي.

رویا رحماني په داسې حال کې په زرګونو ډالر تر ځان قربانوي چې ولسي جرګه د افغانستان د ښوونځیو د ښوونکو معاش دا اته کاله نه زياتوي، نه ولسي جرګه او نه هم حکومت او هغه کړۍ چې مېرمن رحماني ته په میلیونونه ډالر ورلېږي د يوه افغان ښوونکي اوه زره افغانۍ معاش دوه زره افغانۍ هم نه زياتوي خو هو د رویا رحماني د حوض لپاره هم بيا د اتو معلمانو معاش ورکول کېږي.

د زورورې تر شاه څوک ولاړ دي
د رویا رحماني شاه قوي ده، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په رويا رحماني پانګونې ته ژمن ښکاري، خدای خبر چې ده څه استعداد پکې ليدلی دی، کېدی شي اتمر صيب یې د راتلونکو ټاکنو لپاره د خپل ځان په ګټه لابي کولو لپاره ساتي.

ځکه رویا رحماني تر دې وړاندې محکمې د افغانستان د سفارت د دېوال جوړولو په قضیه کې په فساد کې ښکېل وبلله، دې يو معمولي دېوال جوړ کړی دی چې ورباندې د يو نيم ميليونه ډالرو لګولو دعوه کړې او د افغانستان د حکومت څخه یې دا پيسې اخيستي دي چې ډېر کم رقم يې په دېوال لګولې او نورې یې پخپل جېب کې اچولي دي.

خو په رويا د محکمې زور هم نه رسي، ولې ځکه د هغه تر شاه د دولت دننه ځينې کسان ولاړ دي چې په ځانګړي ډول حنیف اتمر یادولی شو، که اتمر صيب ورسره نه وي ولاړ نو دومره يو مفسد شخص څنګه د امریکا په سفارت کې ساتلی شي.

رویا رحماني چې څومره خوري هومره بيا کار هم نکوي، دا په میلیونونه ډالر اخلي خو په امریکا کې د افغانستان د پاليسۍ وزن پر چاته معلوم دی، دوی دومره کولي شي چې د ډونالډ ټرمپ سره د لس مېترۍ څخه يو سلفي واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.