The news is by your side.

امريکايان بچ شول، بې پوښتنې افغانان دې مري

امريکايان بچ شول، بې پوښتنې افغانان دې مري

خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير په ډېر وياړ سره ټويټ‌ وکړ چې تېر کال یې په افغانستان کې يو پوځي افسر هم نه دی وژل شوی، مايک پامپيو دا خبره وروسته له هغه کوي چې تېر کال يې د طالبانو سره په اوربند موافقه وکړه.

د امريکايانو نه وژل د امريکا د خلکو لپاره ښه خبر دی، خو دلته په همدې خاوره کې چې اوس پکې يو امريکايي هم نه دی مړ شوی هره ورځ په لسګونو افغانان پکې مري، امريکايان د پوښتنې څوک لري خو افغانان يې نلري، که کوم یو يې د پوښتنې هڅه وکړي اول يې خپل یو بل افغان په دې سر وهي.

خوندي امريکايان
امريکايان په داسې حال کې په افغانستان کې خونديتوب ته رسېږي چې طالبانو په افغانستان کې د وينې تويولو بنسټیز سبب دوی ګڼل، تر ننه پورې چې طالبانو سلګونه بیانیې او اعلاميې خپرې کړې دي نو د خپلې جګړې اصلي سبب یې امريکايان ښودلي دي، دوی امريکايان ددې سبب ښوودل چې هم پکې ملي شتمنۍ له منځه ځي هم پکې ملکي او هم پکې پوځ افغانان مري.

خو اوس دا هرڅه سرچپه شول، اوس طالبان د همغو امريکايانو سره موافقې ته ورسېدل په هغوی يې د حملو کولو لاس واخيست او د ټوپک خولې یې خاص افغانانو ته راواړولې.

د طالب ټوپک افغانانو ته جوړ شوی
تر پرونه پورې طالبانو د بين الافغاني جګړې سبب هم همدا امريکايان ګڼل، دوی پخپلو اعلاميو او مجلسونو کې همدا ويل چې که امريکايان نه وي نو دوی د افغانانو سره هېڅ ستونزه نلري او جګړه به سمدلاسه درېږي.

خو دا هسې د خلکو غولول و، نن هغه دي امريکايان د افغانستان څخه وزي، خو طالبانو اوس اعلان وکړ چې يره په افغانستان کې کفري حکومت روان دی او ترڅو چې دا نه وي لرې شوی او خالص اسلامي نظام نه وي راغلی نو دوی به جګړه کوي.

د طالبانو ددې خبرې تر شاه پروت منطق ساده دی، طالبان د چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د اسلام د نوم څخه استفاده کوي، که نه همدا حکومت اسلامي حکومت دی، د خالص اسلامي کېدو لپاره یې بايد سوله ایزې هڅې وشي، په هېڅ اسلامي هېواد کې هېڅ اسلام پالې ډلې پخپل حکومت پسې نه وسلې نه دي را اخيستې چې تاسې خالص اسلامي نظام نه ياست.

که طالبان وايي چې دا حکومت امریکا جوړ کړی دی هغوي ورسره مرسته کړې ده نو بدون له پاکستان څخه بدون د پاکستان له مرستې څخه خو به اوس د طالبانو نوم هم نه و پاتې شوی، نو ددوی سره خو هم پاکستان مرسته کړې ده، دوهم ټکی دا چې طالبان شل کاله کېږي د هېواد څخه تښتېدلي، دوی ۴۰ ميليونه ملت بې سرنوشته پرېښود او پاکستان ته وتښتېدل، شل کاله يو هېواد ددومره نفوس سره بې دولته ژوند کولي شي؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.