The news is by your side.

د مشرانو جرګې رئيس د خبريالانو ملاتړ ته رودانګل!

خبريال وېب پاڼه: وروسته تر هغی چې په غور ولايت کې د صدای غور راډيو مسؤول مدير د نامعلومه وسله والو له لوری شهيد شو رسنيو او خبريالانو د حکومت سره د درې ورځو لپاره پريکون اعلان کړ او له حکومت یې د خبريالانو امنیت غوښتنه وکړه.

کابل پريس کلب او د ژورنالستانو د دفاع کميټې له ملګرو ملتونو او نړيوالی ټولني وروسته له ولسي جرګې او مشرانو جرګې هم د خبريالانو د خونديتوب غوښتنه وکړه.

چې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلميار د خبريالانو خونديتوب څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د مشرانو جرګې رئيس وروسته تر هغې د خبريالانو ملاتړ ته راودانګل او دا موضوع يې د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې راوسپړله چې د کابل پريس کلب او د ژورنالستانو د دفاع کميټې د حکومت خبرونه تحريم کړ او پريکون يې ورسره اعلان کړ.

د مشرانو جرګې رئيس ښاغلی مسلميار وايې، د غور غږ سیمه ییزې راډیو مسؤول مدير بسم الله عادل ایماق په ګډون د خبریالانو او مدني ټولنې د فعالانو د وژنو په زیاتوالي خواشینی یم او د نوموړي او نورو پېښو د شهیدانو د کورنیو سره خپل د تسلیت مراتب شریکوم.

ښاغلی مسلميار زياتوي،د مشرانو جرګې په عمومی ناسته کې مو پریکړه وکړه چې د خبریالانو او مدني ټولنې د فعالانو د ځنځیري او هدفي وژنو زیاتوالي څخه د مخنیوی او د ټولنې د یادې برخې د امنیت د ټینګښت اړوند دی اعلامیه صادره شي، چې اعلامیه مو صادره او له حکومته مو وغوښتل ترڅو د هغوی د امنیت د ټینګښت په برخه کې دې لازمه پاملرنه وکړي.

دا په داسی حال کې ده چې په دی وروستيو کې په هيواد کې د خبريالانو ترڅنګ د ملکي وګړو هدفي وژونو زور اخیستی چې خبريالان ورته سخت انديښمن دي او حکومته د خپل خونديتوب غوښتنه کوي.

خبريالان حکومت ددوي د امنيت په برخه کې په ناغيړۍ تورنوي او وايې چې حکومت بايد ددوي امنيت ته ځانګړی پاملرنه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.