The news is by your side.

د خبريالانو له لوري د حکومتي خبرونو د تحريم دوهمه ورځ

د خبريالانو له لوري د حکومتي خبرونو د تحريم دوهمه ورځ

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې په افغانستان کې د خبريالانو، مدني فعالانو او د رسنیو په کارکونکو باندې حملې تر بل هر وخت زياتې شوې پرون په دې هېواد کې د کابل پريس کلب او د افغانستان د ژورناليستانو د‌دفاعي کمېټې په مشرۍ د هېواد خبريالانو او رسنيو د حکومتي خبرونو بایکاټ پيل کړ.

نن ددې بایکاټ دوهمه ورځ وه، په داسې حال کې د حکومت له لوري زياتې اعلامیې او خبرونه خپاره شول، رسنيو ته حکومت خپلې اعلامیې واستولې خو مطلق اکثریت ملي رسنیو د حکومت هېڅ ډول خبر ته پوښښ ورنکړ او نن یې هم د احتجاج دوهمه ورځ پای ته ورسوله.

دا احتجاج به سبا هم دوام لري، سبا به هم د افغانستان ملي رسنۍ د حکومت هېڅ ډول خبر او اعلاميه خپره نکړي، د سبا څخه وروسته چې د بایکاټ درۍ ورځې پوره شي دا احتجاج پای ته رسېږي او د حکومت څخه هيله کېږي چې نور به د خبريالانو امنيت ته جدي‌ پاملرنه کوي.

خبريالان چې د ملت سترګې او غوږونه دي په دې وروستيو کې په بې رحمانه ډول د هدفي وژنو ښکار کېږي او حکومت ددې وژنو د مخنيوي او د عاملینو په سزا رسولو کې پاتې راغلی دی او د زړه څخه کار نکوي.

ډېری پوهان په دې اند دي چې د خبريالانو په وژنه کې هغه کړۍ لاس لري چې هم د حکومت دننه‌ قوي کسان لري او هم د‌ حکومت څخه بیرون ملېشې لري.

حکومت په ښکاره صرف تبليغاتي اعلامیې خپروي چې پلانکي خبريال قاتلين يې نيولي دي، خو کله چې دا خبرونه او اعلاميې دقیق وڅېړل شي نو ښکاري چې دا صرف د خبريالانو او ملت په سترګو کې خاورې اچول دي.

حکومت د خبريالانو د قاتلينو چې ادعا کوي‌ نیولي يې دي د هويت په هکله، د انګېزې په هکله دا مې شاته یې څوک دي، په دې هکله هېڅ ډول‌ معلومات نه ورکوي.

حکومت دا قتلونه د عمومي تروريزم په کټګورۍ کې اچوي او پړه یې په طالبانو او‌ داعش اچوي، حال دا چې طالبان د خبريالانو په وژنه کې خپل لاس درلودل په کلکه ردوي، د ځينو خبريالانو د وژنې مسولیت داعش هم نه مني.

حالت چې داسې وي حکومت بايد ددې سم سپيناوی وکړي، د قاتلينو په هکله بايد د خبريالانو د کورنیو او خلکو سره لا ډېر مالومات شريک شي، خو‌ حکومت معمولي معلومات هم شريکوي، مثال د يما سياوش کورنۍ د حکومت څخه غواړي چې د خپل زوی د قتل يوه ورځ وړاندې ورته د افغانستان د‌ بانک د پارکېنګ د کامرو ثبت او ویډيو وښودل شي، خو د حکومت له لوري د يما سياوش د کورنۍ سره دغه مالومات نه شريک کېږي.

د رسنیو د کار کوونکو او خبريالانو دا هيله ده چې تر دې بایکاټ وروسته به حکومت کې ملي بنسټونه او اشخاص ددوی ساتنې ته پاملرنه وکړي، خو که بيا هم د خبريالانو د ژوند سره دغسې بې پروايي روانه وي نو د خبريالانو د حقوقو بنسټونه به د حکومت په وړاندې لا لوی ګامونه پورته کړي، ځکه د خلکو ساتل د خلکو امنیت د خبريالانو امنيت د عدالت تامين کول د حکومت مسولیت دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.