The news is by your side.

داعش بلوچستان کې د شعیه ګانو د وژلو مسوولیت واخیست

  داعش ډلې منلې چې په بلوچستان کې یې ۱۱ شعیه کان کېندونکي په ډزو وژلي دي.

 دغه پېښه د یکشنبې په شپه د بلوچستان په جنوبي ښار مچ کې رامنځته شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر دغه پېښه غندلې ده او په وینا یې دوی به ژر تر ژره ددغه پېښې مسوولین ونیسي.

 بلوچستان هغه سیمه ده چې وخت ناوخت له خونړیو نښتو او امنیتي پېښو ډکه وي.

دا تورونه هم دي چې د وسله والو ملیشو تر څنګ پاکستاني پوځيان هم په دغه سیمه کې پر عامو وګړو سخت ظلمونه کوي او د بلوڅو فعال شخصیتونه ترور کوي.

بلوڅ ملتپال وخت ناوخته د دغو وژنو په غبرګون کې پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي او مرګ ژوبله وراړوي.

پاکستان بیا په ډېره بې رحمۍ د بلوڅ ملتپالو نسل وژنه پیل کړې ده او په تېرو څو کلونو کې یې سلګونه بلوڅان تښتولي، چې ځینې یې بندیان کړي او ځینې هغه یې تري تم کړي او وروسته یې جسدونه پیدا شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.