The news is by your side.

امریکا ایران څاري

خبریال ویبپاڼه/ امریکا وايي د دې لپاره چې  ایران وڅاري بیړۍ به يې په منځنۍ ختیځ کې وي څه موده وړاندې امریکا په دې اند چې ایران په ویره کې کړي په فارس خلیج کې د بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکو ګزمه هم کړې وه.

د ټرمپ دوره د ایران او امریکا ترمنځ د لانجو ټولګه تراوسه پوري ښايي تمه وي چې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکي بیرته عادي  حالت ته ولاړې سي ځکه ۱۶ ورځې وروسته ټرمپ له واکه ایسته کیږي او د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن واک ته رسیږي.

امریکا ویلي چې د ایران د څارلو لپاره به دا لويي جنګي بیړۍ په منځنۍ ختیځ کې  شتون ولري تر دې وړاندې داسې  هم  ویل سوي ول چې ښايي امریکا خپلې دا لويي بیړۍ له منځني ختیځ څخه وباسي خو اوس د ایران د څارلو لپاره پریږدي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي ځکه دا اقدام کوي چې ایران ځیني ګواښونه کړي دي او دا بیړۍ به د منځني ختیځ په اوبو کې ولاړې وي دغه بیړي چې لويي نظامي بیړۍ دي جنګي الوتکې هم لیږدوي، او په پرمختللو وسلو سره سمبالې دي.

تراوسه پوري ایرن د امریکا د دې کار په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو ښايي له دې اقداماتو څخه متاثره او په غبرګون څه ووايي.

څو ورځې وړاندې امریکا ویلي چې ایران ویروي ځکه په فارس خلیج کې د بي ۵۲ ډوله الوتکو ګزمه کړې وه، او د دې هېواد په مقابل کې يې خپل تیاری ښودلی وو.

دا ډول کړنې به څه پایلي ولري؟

د هېوادونو ترمنځ یو د بل په وړاندې د نظامي قدرت ښودل او تمرینات ترسره کول په اصل کې د یوې جګړې لپاره چمتوالی دی تر اوسه ایران غبرګون نه دی ښودلی خو د الوتکو ګزمه، او د بیړیو تم کیدل او بیا د څارلو او ویرولو خبرې کول ښايي د یوې جګړې خبرداری و اوسي.

امریکا پر ایران تور لګوي چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره مرسته کوي او غواړي اټومي وسلې جوړي کړي خو ایران د امریکا دا تورنونه رد کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.