The news is by your side.

طالب امتیاز اخلي، دولت فساد ملت غرق سو

خبریال ویبپاڼه/ په افغانستان کې روانه جګړه نژدې هره ورځ ملکي کسان له منځه وړي او کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېنوي، خلک د کابل او یو شمېر ولایتونو بد امنیتي حالت ته په اندېښنو کې دي.

د افغانستان ولسي جرګې ویلي چې دولت او طالبانو ترمنځ په کشمکش او جګړو کې ملکي افغانان تر پښو لاندې سوي او د بربادۍ په لور روان دي، د ولسي جرګې غړي وایي د ولسمشر غني حکومت او شاوخوا کسان په فساد کې ښکېل دي چې ولس ورته اهمیت نه لري او طالبانو بیا د امتیاز اخیستلو لپاره جګړه شدیده کړې ده.

یو شمېر وکیلانو ویلي چې د جګړې ختمیدلو یوازنۍ لاره د موقت دولت جوړیدل دی، هغوی ویلي چې  د دې دولت واګي دي د ملت د منځ زړه سوانده خلک لاس کې واخلي.

تراوسه پوري د افغانستان په ګوټ ګوټ کې چاودنې او جګړې هره ورځ د ملکي افغانانو ژوند ګواښي او له منځه يې وړي خو دولت د حالت په کابو کولو کې پاتي راغلی او طالب د امتیاز اخیستلو په درشل کې خپلې جګړې ته دوام ورکوی چې وچ او لانده دواړه پکښي سوځیږي.

ولس څه غواړي؟

ولس یوازي د بل سوي اور مړه کول غواړي د سولې خبرې د بیا پیل په درشل کې  دي او دوی غوښتنه لري چې د دې خبرو لومړی سرټکی باید په افغانستان کې اوربند کول وي تمه سته خو تراوسه پوري د دې خبرو نتیجه د جګړې په کمولو کې نه ده مالومه سوې طالبان لاهم تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

د کابل هر سهار په یوه چاودنه پیل کیږي په هیڅ یوه ګوټ کې خلک خوندي نه دي ولسمشر او څو کسان د امنیتي دیوالونو شاته ږغیږي او له هغه ځایه د کابل او ټول افغانستان حالات تعقیبوي چې د دې کارونو نتیجه هره ورځ چاودنې او جګړې دي.

د جګړې زیاتیدلو اندېښنه لا پر ځای پاتي ده؟

په افغانستان کې سوړ ژمی دی خلک په دې اندې دي کچیري د سولې مذاکرات نیتجې ته ونه رسیږي  نو راتلوونکی پسرلی به یوځل بیا د جګړې ډګر ګرم او جګړه زیاته سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.