The news is by your side.

حکومت د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو د وېرولو هڅه کوي

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د افغانستان ملي رسنیو، خبريالانو د کابل پريس کلب او د افغان ژورنالستانو ددفاعي کمېټې درۍ ورځني بایکاټ ته لبيک ووايه د حکومت له لوري په دې دوه بنسټونو باندې فشار زيات شو.

کابل پريس کلب او د افغان ژورنالستانو دفاعي کمیټې وروسته له هغه د رسنيو له کورنۍ څخه وغوښتل چې درۍ ورځې دولتي خبرونه او اعلاميې بایکاټ کړي چې په تېرو ۴۰ ورځو کې شپږ خبريالان د هدفي وژنو ښکار شول.

په وروستۍ پېښه کې د غور غږ راډيو مشر بسم الله ايماق په شهادت ورسول شو چې ددې سره د رسنيو د ملاتړ بنسټونو دا خپل فرض وبلل چې د خپل وس مطابق د حکومت د مجبور کولو لپاره کوشش وکړي ترڅو د خبريالانو ساتنې ته پام وکړي.

حکومت اوس د رسنيو ددې اتفاق څخه خوښ نه دی، يو ډول غواړي رسنۍ پخپل ناجايز کنټرول کې واخلي، د رسنیو له لوري په څه باندې يوه مياشت کې د خپلو شپږو همکارانو وژل دومره حق درلود چې حکومتي خبرونه بایکاټ کړي، که حکومت واقعاً خبريالان ساتلي وی، يا یې ددوی قاتلين په عادلانه او علني ډول محاکمه کړي وی نيولي يې وی اړتیا نه وه خبريالان دا اقدام وکړي‌

رسنیو په یوه خوله د خپلو همکارانو او کارکوونکو د له منځه وړلو په وړاندې د حکومت خبرونه بایکاټ کړل، ددوی خپرې شوې اعلاميې يې خپرې نکړې، ډېری حکومتي چارواکو په بار بار د رسنیو رسمي ګروپونو ته خبرونه واچول خو رسنيو د حکومتي چارواکو هیڅ ډول خبر خپور نکړ هېڅ ډول اعلاميه یې خپره نکړه.

اوس حکومت په بېلابېلو نومونو لکه د رسنيو د ټولنو د نه راجستر کېدل، يا د مالیاتو نه ورکول مطرح کوي او غواړي په دې ټولنو فشار راوړي، حال دا چې د رسنیو بنسټونه هم په رسمي ډول راجستر شوي دي او هم يې په وخت خپل مالياتي مکلفيتونه ادا کړي دي.

د افغان رسنيو له لوري ددوی د کار کوونکو له لوري د افغان حکومت د خبرونه بایکاټ نه یوازې چې په عامه خبري فضا کې دوی له صحنې ورک کړي دي، پيکه کړي يې دي، بلکې په نړيواله کچه هم دا د افغان حکومت لپاره يوه لويه ضربه ده.

د حکومت مشر او نور لوړ پوړي چارواکي په بیرون او دننه د خپلو لاسته راوړنو نه سر کې د بيان ازادي، د رسنیو شتون او فعاليت ښيي، خو بيا وروسته په همدې ارزښتونه پښې ږدي، خپل مسولیت نه ادا‌کوي، په یوه مياشت کې نېږدې شپږ خبريالان وژل کېږي خو نه دا لړۍ ودري او نه يې هم قاتلين نيول کېږي، کومو قاتلينو د نيولو ادعا چې حکومت کوي هم پټه وي د چا سره يې د سرچینې د او پردې تر شاه په هکله مالومات ته شريکېږي.

رسنۍ اوس دومره قوت لري چې د خپل ځان پوښتنه وکړي له همدې کبله حکومت دې د ګواښ د فشار لاره پرېږدي خپل مسولیت دې ادا کړي د خبريالانو ژوند دې خوندي کړي قاتلین يې دې په شفاف ډول محکمه کړي، د خبريالانو د ژوند ساتلو لپاره دې لازم امنیتي او مرسته کوونکي اقدامات وکړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.