چور ګد دی؛ حکومت ولې د کونړ ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخه نه نیسي؟

خبریال وېبپاڼه/ طبیعي زیرمې لکه ځنګلونه، کانونه، د اوبو زیرمي او نور زموږ د ملي شتمنیو مهمه برخه ده چې د دولت ملکیت ګڼل کیږي.
هیڅوک نه شي کولی چې د طبیعي زیرمو څخه شخصي ګټه واخلي ځکه د د ټول ملت حق دی، خو په ډیري خواشینۍ سره باید ووایو چې اوسمهال زموږ په دغو شتمنیو باندي د یو شمیر مافیايي کړیو له لوري چور او تالان ګډ شوی او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د دغو کړیو له لوري په ناقانونه توګه له کانونو څخه قیمتي توکي ایستل کیږي او ځنګلونه مو هم وهل کیږي.
یو وخت زموږ د هیواد ښه ډيره برخه په ځنګلونو پوښل شوې وه خو د دریو لسیزوجګړو په بهیر کې زموږ د هیواد ډیرځنګلونه وهل شوي او لرګي یې ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق شوي او دا لړۍ تر اوسه دوام لري.
په دې وروستیو وختونو کې د کونړ د ځنګلونو د وهلو په اړوند د ولایتي ادارې د چارواکو ترمنځ یو لړ ناندرۍ راپورته شوي چې یو لوری په بل لوري د ځنګلونو د وهلو تور پوري کوي چې د دغو ناندریو لړۍ اوس هم روانه ده.

خبریال وېبپاڼې ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، والي او امنیه قوماندان هم د دغو ځنګلونو په قاچاق او وهلو کې لاس لري او په پټو او ښکاره لارو یې دغې چارې ته دوام ورکړی دی.
د شمېرو له مخي په تېرو شپږو میاشتو کې د خپلسریو پر مهال د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ ځنګلونه وهل شوي او پاکستان او نورو سیمو ته قاچاق شوي دي. که څه هم د کونړ والي او امنیه قوماندان دغه ادعاوې رد کړې، خو لا اوس هم د ځنګلونو وهل، قاچاق او د لرګیو لېږد په بشپړ ډول نه دی بند شوی او دغه ارزښتناکه شتمني د له منځه تلو په حال کې ده.
د سیمي خلک د ځنګلونو د وهلو او سوداګرۍ سره مخالفت لري او هیله لري ترڅو د ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شي. خلک وايي چې د څو میاشتو را په دې خوا د مافیايي ډلو له خوا د کونړ ځنګلونه وهل کیږي او پاکستان ته قاچاق کیږي. دغه حالت ددې سیمي چاپیریال ته زیان اړولی او که د ځنګلونو وهل په بیرحمانه توګه دوام ومومي سیمي او چاپیریال ته به نور زیانونه واړوي.
په هغو سیمو کې چې ځنګلونه شتون لري دسیمي خلکو ددغو ځنګلونو ارزښت په ښه توګه درک کړی او د دغو ځنګلونو د ساتنې په لټه کې دی؛ خو له دې هڅو سربېره، په دغو ځنګلونو کې د یو شمېر نورو مافیايي کړیواو ورانکارو کسانو فعالیتونه هم لیدل کیږی چې فعالیتونه یې سوداګریز اړخ لری او تل‌پاتې پرمختیا او ملي ګټو او د چاپیریال ساتني  ته هېڅ ډول پام نه کوي او د خپلو شخصي او مافیايي ګټو پربنسټ د هیواد ځنګلونه وهي.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې په وروستیو میاشتو کېد د ونو وهلو بهیر هم ډېر ګړندی شوی دی، په کونړ کې د ځمکې او غونډیو د ښوېدو یو لامل د دغه ځای د ځنګلونو وهل او نشتوالی ښودل کیږي.

 باید په هیواد کې په ناقانونه توګه د ځنګلونو دوهلومخه ونیول شي ځکه  ځنګلونه او شنې سیمي زموږ دملي شتمنيو یوه لویه برخه  ده. هیچاته باید دا اجازه ورنه کړل شي چې زموږ دغه ملي شتمنۍ چور او تالان کړي. له بله پلوه د ژوند چاپیریال له دغو ځنګلونو او شنو سیمو سره مستقیمه اړیکه لري، که چیري د ځنګلونو وهل په بیرحمانه توګه دوام ومومي زموږ د ژوند په چاپیریال به ډیره ناوړه اغیزه وښندي.
د کونړ ولایتي اداره په ځانګړي د دې ولایت نظامي شورا، چې والي، امنیه قوماندان، ملي امنیت رئیس او ملي اردو ځواکونو قوماندان باید د ځنګلونو د وهلو او قاچاق په تړاو مهمې پرېکړې وکړي او عملي یې کړي، تر څو زموږ ملي شتمنۍ د مافیايي او ورانکاره کړیو له چور او تالا څخه خوندي شي. داسې نه چې دوی پخپله چارواکي قاچاق او د ځنلګونو تالا کولو ته لاسونه بډ وهي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum