The news is by your side.

ټرمپ په ټاکنو کې د درغلۍ هڅه کوي!.

خبريال وېب پاڼه: راپورونه وايې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسوا شويو ټليفوني خبرو کې د جورجيا ايالت د ټاکنو مسؤول غوښتې چې ورته دومره رايې پيدا کړي چې وکولی شي د ټاکنو نتيجه بدله کړي او ټاکني په خپله ګټه بدلې کړي.

د امريکا د منتخب ولسمشر مرستياله کامالا هريس د ټرمپ د رسوا شويو خبرو وروسته وايې، ټرمپ د جورجيا ايالت د ټاکنو مسؤول باندی فشار راوړي او له خپل قدرت يې ناوړه ګټه پورته کړي ده.

دا خبر د لومړی ځل لپاره د واشنګټن پوسټ ورځپاڼی خپور کړ.

په ثبتو شويو خبرو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جورجيا ايالت د د کورنيو چاور وزير (برډ رفنسپرګر) ته وايې​، ” زه يوازی غواړم چې زما لپاره ۱۱زره او ۷۸۰ رايې پيدا کړئ ترڅو په ټاکنو کې بريا خپله کړم” خو، برډ رفنسپرګر يې په جواب کې وايې، زموږ په ايالت کې د ټاکنو شمير منظم دی او نه شو کولی چې تغير پکې راوړو.

د جوبايډن او ټرمپ ترمنځ په ټاکنيزه سيالۍ کې جوبايډن د جورجيا په شمول څو مهمو ايالتونو کې تر ټرمپ مخکې دی او ډيري رايې يې خپلي کړي دي.

په دې ايالتونو کې بايډن د ۳۰۶ کالج رايو په ګټلو سره د ټاکنو بريا خپله کړه او ټرمپ په ۲۳۲ کالج رايو سره ټاکني وبايلي.

د ټاکنو د پايلو وروسته ټرمپ ويلي وه چې د افغانستان ټاکني زموږ په پرتله څو برابره ښې وي.

ټرمپ تراوسه په ټاکنو کې خپله ماته نه منې او وايې چې ټاکني له درغليو ډکي وي تراوسه هم د ټرمپ ټاکنيز ټيمونه په محکمو هغه اسناد ګرځوي چې ټرمپ يې د خپلي بريا ثبوت ګڼي خو، کومه نتيجه يې نه ده ورکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ په برډ فرنسپرګر حمله وکړه، ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې د فرنسپرګر سره يې ټليفوني خبري کړي وي خو ثبتي شوي ټليفوني خبري د خپلو مخاليفينو له لوري د خپل ځان لپاره يو پلان شوي لوبه وګڼله او وايې رسوا شوي خبري ما پوری هیڅ اړه نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance