The news is by your side.

د تدارکاتو ادارې احساساتي خبرپاڼه حقیقت نشي بدلولای

خبریال وېبپاڼه – د تدارکاتو ادارې د یوې (احساساتي او نا مسلکي) اعلامیې په خپرولو سره د خبریال ویبپاڼې هغه راپور چې د دې ادارې مشر له هېواده تللی بې اساسه بللی او او خبریال ویبپاڼه يې د خلکو د اذهانو په خرابولو تورنه کړې.

خبریال ویبپاڼه له کلونو راهیسې خپل نشرات د یوه کاري مسلکي ټیم له لوري پر مخ بیايي او له دې ادارې سره ټول هغه ثبتونه سته چې له مخې دا ښکاره کوي چې د ملي تدارکاتو د ادارې مشر ښاغلی هوتکي له هېواده بهر تللی، دا راپور موږ د د ارګ د یوې سرچینې په حواله خپور کړی چې او د سرچینې اسناد په لاس کې لرو.
د خبریال سرچینه چې معتبره او لوړرتبه سرچینه ده تکراروي چې د تدارکاتو ادارې ریس له افغانستان نه بهر د رخصتي په پلمه تللی او حکومت ته یې د بېرته راتګ ځواب ورکړی؛ د سرچینې په وینا ځکه ښاغلی هوتکي‌ په افغانستان کې د فساد په قضیو کې ککړ دی.

د ملي تدارکاتو ادارې له لوري د احساساتي اعلامیې په خپرولو سره هیڅ هم نه کیږي او نه هم فساد په اعلامیو ورکولو پټیږي هغه کوم سندونه چې له خبریال سره په واک دي په منظم ډول سره خپریږي، او ټول کره اسناد به محترمو لوستونکو ته ورسیږي.

د تدارکاتو ادارې په خپله احساساتي او غیري مسلکي خبرپاڼه کې خبریال ویبپاڼه یوه فېسبوک پاڼه یاده کړې او ټول مالومات يې بې اساسه بللي چې دا خپله د نوموړې ادارې پر نا مسلکي‌ توب دلالت کوي، که دوی ته خبريال اداره يوازې يوه فیسبوکي صفحه ښکاري بيا نو يوې فیسبوکي صفحې ته دومره احساساتي غبرګون ښودل چې ورڅخه د کلام عفت او مسلکي توب هم هېر شوی وي پخپله ددوی په اوړو کې د شګې په مانا دی‌.

خبریال ویبپاڼه د ژورنالیزم، او هېواد کې د نافضه قوانینو په رڼا د یوه مسلکي ټیم په مټ خپل نشریات کوي چې د هېواد په کچه د برېښنايي رسنیو په سرکې ځای لري او خلک ورباندې باور لري ؛ د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې له لوري د یوې احساساتي اعلامیې په خپرولو سره په هېواد کې پر یوې خبرې ادارې تور پورې کړی او د رسنیو پر ازادي یې غیري مسلکي او ناقانونه برید کړی چې له امله يې باید بخښنه وغواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.