The news is by your side.

د صالح تش په نوم د ۶نیمو بجو ناستې او د مخالفینو ځوابي چاودنې!

خبریال وېب پاڼه/ له کله چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل امنیت او همدارنګه د سهار د شپږ نیمو بجو جلسه چې تش په نوم د پلازمېڼې او په ټول کې د هېواد د امنیت د راوستلو په موخه تر سره کېږي هېڅ پایله ورنکړه بلکې د هېواد شته امنیتي وضیعت تر بل هر وخت ډیر خطرناک ، ګواښوونکی او اندېښمنوونکی دی.

د پلازمېنې هر سهار په چاودنو ، هدفي وژنو او غمونو او دردونو پیلېږي! چې دغه کومه لړۍ د مخالفینو لخوا روانه ده د جنګ زاویه بدله او په دې هدفي وژنو کې ټول خبریالان او معدني فعالان په نښه کېږي، دغې کرغېړنې لړۍ ملت سخت اندېښمن کړی، داسې یو حالت یې ځان ته غوره کړی چې په تیر ۱۹ کلونو کې نه دی راغلی، او جالبه خو لا دا ده چې مسولیت یې څوک په غاړه نه اخلي، حکومت د دغو بریدونو د عاملینو په نیونه او امنیت کې پاتې راغلی!!!

د دغو چاودنو او هدفي وژنو پړه حکومت په طالب او طالب یې په حکومت اچوي، دلته یوازې ولس د زړه وینې خوري، کله چې سړی داسې حالت وینې چې حکومت یوازې د ارګ په څو کیلومترۍ کې د یو ښار امنیت نشي نیولی نو د ۳۴ ولایتونو به څه ونیسي!؟ او یو سوال دا هم دی چې ولې حکومت په دومره شته امکاناتو ورځ تر بلې د ضعف حالت ته ځي او طالبان بیا په ډیرو کمو امکاناتو دومره پرمختګ کوي!؟

د هېواد د ولایتونو یوازې مرکزونه چې ۲۰ متره ترې هغې خواته نشي تللی د حکومت په لاس نور ټولې سیمې د طالبانو په لاس کې دي، له کومه وخته چې طالبانو د هېواد لویو لارو امنیت په خپل لاس کې اخیستی نه له موټرو څوک باج اخلي او نه هم غلا ترې کېږي طالبان خپله په لویو لارو کې ګمرکونه جوړ کړي او همدارنګه له لویو شرکتونو مالیه اخلي د کابل ښار په شمول.

ولسوالیو ولایتونو حتی د ښارونو ټولې قضیې اوس طالبان پرمخ بیا یې او ولس له حکومته د اداري فساد او رشوت اخیستنې په خاطر دومره فاصله پیدا کړې چې ټولې قضیې د طالبانو په ذریعه خلاصوي!

ایا حکومت ریښتیا سوله غواړي !؟
ولسمشر تل په دې ټينګار کوي چې جمهوریت باید حاکم وي او ښځو حقوق او همدارنګه د تیر ۱۹ کلونو لاسته رواړنې !
چې دا په حقیقت کې هسې د سپر په توګه کاروي کوم حقوق چې اسلامي نظام کې ښځو ته ورکړل شوي هغه په جمهوري نظام کې نشته او بل دا چې دوی خپله نظام په فساد رامنځ ته کړ نه د ولس په رایه ځکه دوی خپله د ولس په رایه معامله وکړه او ولسواکۍ ته یې سپکاوی وکړ په ۱۹ کلونو لاسته رواړنې به چې کومې وي!؟ خو نه کوم پوهنتون جوړ شو او نه کومه لویه فابریکه ورغول شوه او نه هم کوم بل داسې هلکوي سړک چې یادونه یې وشي.

په ۱۹ کلونو کې چې کومې پیسې راغلې ټولې غلا او په نورو هېوادونو کې پرې رغاونې وشوې د خلکو ځمکې غصب شوې فحشا اوج ته ورسېده غلاوې قتلونه اوج ته ورسېدل په زرهاو ځوانان مو تبا برباد کډوال او په نشه یي توکو روږدي شول ځوانانو ته د کاري زمینو برابرول له منځه لاړل نور کوم پرمختګ.

بل پلو حکومت کې دننه کسان د خپلو شخصي ګټو په خاطر هم نغواړي سوله وکړي، ځکه دوی خپلې هغه پروژې چې له نورو هېوادونو یې اخیستې نغواړي له لاسه ورکړي غصب کوونکي نغواړي خپلې غصب کړې ځمکې له لاسه ورکړي!
بل پلو شمالي ټلواله هم نغواړي په حکومت کې نغواړي چې کوم حکومت چې د دوی په لاس کې دی، د پښتنو نفوس پکې زیات یا هم د هغوی لاس ته ورشي.

پایله دا چې تر هغه د سولې څرک به افغانان ونه وینې تر هغه چې د حکومتي چارواکي له خپلو شخصي ګټو تیر شوي نه وي او حسن نیت یې سم شوی نه وي!
او د امرالله صالح په اړه د زیات وضاحت په اړه ښه ګڼم بله لیکنه کې په جزیاتو د دوی په کارکړنو خبرې کړم.

لیکنه: حامد حقمل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.