The news is by your side.

هیڅکله باید جمهوریت د طالبانو د امارت قرباني نه شي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم طالب مشرانو بیا بیا ویلي چې په افغانستان کې د یوه بشپړ اسلامي نظام غوښتونکي دي او د جمهوریت د له منځه وړلو او د امارت د بیا راژوندي کولو په اړه یې څرګند دریځ نه دی نیولی، مګر حکومت وار وار ویلي چې د جمهوریت پر سر هیڅ ډول معامله د منلو وړ نه ده.

تازه د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي چې اساسي قانون د افغانانو د اسلامي هویت هنداره ده او دغه ادعا چې اساسي قانون غیر اسلامي دی، بې اساسه ده.

نوموړي چې نن یې په کابل کې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب په ۱۷مه کلیزه کې خبرې کولې وویل، چې اساسي قانون نباید د سولې قرباني شي.

هغه زیاته کړې، که چېرته طالبان د افغانستان اساسي قانون او تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې ومني نو د دوی په ګډون به یې ټول افغانان په خلاصه غېږه هرکلی وکړي، خو له دې پرته هغه سوله چې د خلکو اساسي حقونه پکې خوندي نه شي هیچا ته هم د منلو نه ده.

 نوموړي د خپلو خبرو پر دوام جمهوري نظام ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د اساسي قانون له منلو د طالبانو انکار د اوسني نظام د پاشل کېدو مانا لري. نوموړي ټینګار کړی دی چې، اساسي قانون تعدیل او بیا کتنې ته اړتیا لري خو په خبره یې دوی به هیڅکله چا ته د دې اجازه ورنه کړي چې حکومت د امارت قرباني کړي.

که څه هم حکومت وايي چې جمهوریت به د امارت قرباني نه شي، خو دا باید معلومه کړي چې کوم ډول جمهوریت؟ اوسنی جمهوریت خو نه د دیموکراسۍ له اصولو سره برابر دی او نه د اسلام په چوکاټ کې هر څه پکې مخته ځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.