The news is by your side.

ولسي جرګه کې هم د عمر الهام هوتکي د فساد په خلاف غږ پورته شو

خبريال ویبپاڼه/ په ولسي جرګه کې د خلکو استازي احمد شاه رمضان د ملي تدارکاتو مشر عمر الهام هوتکي په فساد کې ښکېل وباله.

رمضان د عمر الهام هوتکي په هکله وويل چې د ملي ستندرد د ادارې ريس چې د يو لک ډالرو په رشوت نيول شوی و د فساد د یوې ډلې يادونه وکړه چې په دې ډله کې يې د عمر الهام هوتکي نوم هم واخیست.

د ولسي جرګې دا غړی وايي چې د ملي ستندرد ريس وويل چې په ارګ کې يوه لويه کړۍ په فساد کې ورسره لاس لري چې د هغه څخه يو هم عمر الهام هوتکي دی.

د عمر الهام هوتکي په هکله د ولسي جرګې د غړو شکايت لومړی او وروستی نه دی، په 1398 م کال کې د ولسي جرګې نورو غړو هم عمر الهام په فساد تورن کړ.

په 1398 کال کې کله چې ولسمشر غني عمر الهام هوتکي د خپلې فعلي دندې ترڅنګ د چارو د ادارې د مشر په توګه هم وټاکه نو د ولسي جرګې له سخت غبرګون سره مخ شو.

د ولسي جرګې غړو وويل چې هوتکي هسی هم په فساد کې غرق دی او اوس ورته د يوې دندې ترڅنګ بله لويه دنده ورکول د شرم ځای دی.

د ولسي جرګې وکیلانو تور ولګاوه چې هوتکي د ملي اردو لپاره د وریجو اخيستلو په قرارداد کې فساد کړی دی، ددې ترڅنګ هوتکي د ملي اردو لپاره د تېلو اخیستلو په يوه قرارداد کې هم په فساد ترون دی، بسنه نکوي په هوتکي دا تور هم پورې دی چې نوموړي د ملي اردو لپاره د درملو او نورو طبي وسايلو په اخيستلو کې هم فساد کړی دی.

روانو چارو ته د سياسي چارو کارپوه احمد سعیدي پخپل غبرګون کې وویل، که تاسې د يو چا په ټيم کې ياست، د يو چا تر حمایت لاندې ياست، نو بيا فرق نکوي چې مفسد ياست او صادق، بلکې هر څوک چې ياست يوه منزل او مقام ته به حتمآ رسېږی.

د پورته تورونو ترڅنګ په عمر الهام هوتکي دا تور هم و چې نوموړي د افغانستان د سفارت لپاره په ځمکه اخیستو کې هم فساد کړی دی.

د راپورونو له مخکې هوتکي او ورسره شريکو څو نورو کسانو په دې معامله کې تر دوو ميليونو ډالرو زيات فساد کړی و.

اوس چې تازه د هېواد څخه د هغه د تښتېدو په هکله اسناد خپاره شوي دي خلک او پوهان په حکومت نيوکه کوي چې ولې هوتکي د محاکمه کېدو په ځای پخپله دنده و او ولې هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د هېواد څخه بهر ولاړل شي.

د خپرو شويو اسنادو په بنسټ هوتکي د مرکزي اسيا له لارې هېواد پرېښی دی، دی د ناروغۍ په بهانه ازبکستان ته تللی دی او په دې هکله اوس دقیق معلومات نشته دي چې هوتکي اوس هم په ازبکستان کې دی او که بل هېواد ته تللی دی.

که څه هم د ملي تدارکاتو کمیسیون دا خبرونه در کړي دي چې نوموړی د هېواد څخه تښتېدلی خو د خلکو او د چارو د شننکو نيوکه دا ده چې په دې رد او غبرګون کې چې د تدارکاتو د کمیسیون له لارې نشر شوې ولې د هوتکي اوسني موقعيت ته اشاره نه ده شوې، ولې اوس هم دا معلومات نه وړاندې کېژي چې هوتکي چېرته دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.