The news is by your side.

رانجه وهل څه ګټې لري؟

رانجه وهل څه ګټې لري؟

له پخوا څخه د رانجو وهل په ښځو کې دود وه،نجونو به د سترګو ښکلا لپاره د رانجو څخه ګټه اخیسته، او یا هم په پخوا زمانو کې د ناوې ګانو د سینګار مهم توکی رانجې وې.

په افغانانو کې داسې ډېر شته مسایل او کړه وړه دي، چې اوسني طب یې پایلې مثبتې ښودلی دي. له دې ډلې څخه د رانجو وهل، د ماشوم ټړل په په ټوکر او سوزنی، او داسې نور….

د حضرت محمد(ص) په وخت کې هم رانجه استعمالېدل، او دا رنجه د یوې تیږې یا ډبرې په توګه به وه، چې له اصفهانه یې راوړل.

بل ډول اثمد یا رانجه چې د حضرت محمد(ص) په وخت کې وه، هغه ته اثمد الاحمر ویل، چې په عربو کې ښځې ترې ډېره ګټه اخیسته..

علامه ابن سینا د راجو په هکله وایي: رانجې وهل د سترګو زخمونو ښه کولو لپاره یوه طبیعي او غوره نخسه ده.

په اسلام کې سړي هم کولی شي، چې خپلې سترګې تورې کړي، کومه ستونزه نشته.

د رانجو په وهلو کې سنت دا دی:

۱ـ هره سترګه باید درې درې ځله توره شي.

۲ـ لومړۍ دې راسته سترګه په رانجو توره شي، بیا د چپ طرف سترګه.

۳ـ رسول الله (ص) به کله کله دوه ځله سترګې سترګو باندې لرګی راتېر کړ، او درېیم ځل به یې په یوه لرګي دواړه سترګې تورې کړې.

ـ ایراني ډاکټران وایي، چې د رانجو وهل باڼه پیاوړي کوي.

ـ رانجې سترګو ته ښکلا او ځلا ورکوي.

ـ  رانجې انټي سیپټیک خاصیت لري.

ـ د سترګو دید زیاتوي.

ـ د سترګو اعصاب پیاوړي کوي.

ـ د سترګو ښه ساتلو کې مرسته کوي.

ـ په سترګو که پرده او یا هم غوښه راغلې وي، د رانجو وهل ورته ګټه لري.

ـ د رانجو په وهلو سترګې پاکې او ستره ښکاري.

ـ د سترګو درد لپاره د رانجو او شاتو ګډول او بیا په سترګو وهل، تر ټولو عوره نخسه ده.

ـ د سترګو سوزش او بخار ته ګټه رسوي.

ـ د رانجو وهلو بله غوره ګټه دا ده، چې د سترګو ښکلا سره سره د اوښکو د تولید انډول نورمال ساتو کې مرسته کوي.

ـ رانجې وهل د ذایقې لپاره ښه وي.

د رانجو حیرانکوونکې ګټه دا ده، چې د خولې ذایقې لپاره ډېره موثر څېز ده، او د ژبې په مختلو اړخونو کې موثره او ګټه اغېزه لري.

ـ خو په ياد ولرئ، که په رانجو کې سرب شتون ولري، او د سرب کچه پکې ډېره وي، نو دا به د سترګو لپاره ډېر ضرر لرونکي وي، او ګوندې د دې لامل هم شي، چې د سترګو دید مو کم یا یې رنډې کړي.

اصلي او غیر اصلي رانجه څنګه وپېژنو؟

۱ـ اصلي رانجه تور سره ته ورته رنګ لري. خو غیر اصلي رانجه تک تور رنګ لري، ځکه په هغه کې رنګ ورګډ شوی وي.

۲ـ اصلي رانجه چې کله په سترګو پورې شي، نو سترګې ورسره ښې شي، خو غیر اصلي رانجه چې په سترګو پورې شي نو سترګې ورسره ډېرې په تکلیف شي.

۳ـ اصلي رانجه یوه مخصوصه او ښکلې  خوشبویي لري، خو غیر اصلي رانجه کومه خوشبویي نه لري.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.