The news is by your side.

له حکومت څخه د خبريالانو ۵ مشخصې غوښتنې

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د خبريالانو د مرګونې څپې په غبرګون کې د کابل پريس کلب او د افغانستان د ژورناليستانو ددفاعي کمېټې په غوښتنه د درۍ ورځني بایکاټ وروسته اوس دغه بنسټونو د خبريالانو د خوندي کولو او ساتلو لپاره څو مهمې او مشخصې غوښتنې کړې دي.

لومړۍ غوښتنه ددې بنسټونو له لوري داده چې د نا امنو سيمو څخه دې خبريالان داسې سيمو ته ولېږل شي چې هلته امن وي، ياد بنسټونه وړانديز کوي چې حکومت دې د خبريالانو لپاره په امن سيمه کې د ځای او نور بودباش مصرف هم ورکړي، وروسته دې ددوی سيمې تصفیه کړي او امنیت دې پکې قايم کړي، له هغه وروسته دې خبريالانو ته بېرته خپلو سيمو ته د تګ واک ورکړل شي.

دوهمه غوښتنه د کابل پريس کلب له لوري په خپره شوې اعلامیه کې داده چې د یاد پلاوي يوه ډله د ټولو خبريالانو په استازيتوب سره دوحې ته ولاړه شي او هلته د طالبانو څخه د خبريالانو د وژنو په هکله سپيناوی وغواړي، ياد بنسټونه وايي چې حکومت دې ددوی پلاوي ته داسې شواهد په لاس ورکړي چې ثبوت کړي چې د خبريالانو په وژنو کې طالبان لاس لري.

ياد بنسټونه د افغانستان د حکومت څخه غواړي ترڅو ددوی يوې ډلې ته دا زمينه مساعده کړي چې دوحې ته ولاړه شي او پورته مسايل له طالبانو وپوښتي.

دا دوه بنسټونه د افغان حکومت څخه غواړي چې په معتبرو نړيوالو سازمانونو کې د هغه ډلو څخه شکایت وکړي چې خبريالان وژني، افغان حکومت دې د نړيوالو بنسټونو او سازمانونو سره په ځانګړي ډول د هغوی سره يې چې د خبريالانو او بشري حقوقو په ملاتړ فعاليت کوي هغه ثبتونه هم شريک کړي چې په خبريالانو په شويو حملو کې د وسله والو ډلو لاس ثابتوي، ترڅو نړيوال سازمانونه هم په مستقيم ډول په دې ډلو فشار زیات کړي.

په څلورمه غوښتنه کې بيا د خبريالانو د قاتلينو د علني محکمې غوښتنه مطرح شوې ده، دې بنسټونو د افغان حکومت څخه غوښتي چې لکه د کابل پوهنتون د بریدګر محکمه همدا ډول دې د خبريالانو د قاتلینو محکمه او حکم هم په علني ډول وشي.

کابل پريس کلب پخپله پينځمه غوښتنه کې وايي چې حکومت باید د خبريالانو د وژنې مسله د عمومي تروريزم له کټګورۍ څخه وباسي او دا وژنې جلا وڅېړي، اوس په عمومي تروريزم کې ددې ډول پېښو څېړل د يوې خوا ددې سبب کېږي چې د خبريالانو دوسيې ډېرې ناوخته وڅیړل شي او زيات وخت ونيسي او د بلې خوا د پېښو د عواملو په هکله دقيق معلومات د خبريالانو د کورنیو، د رسنیو او نورو بنسټونو سره نه شريک کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.