The news is by your side.

که طالبان رښتیا د سولې نیت لري، نو اوربند دې وکړي

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې د سولې خبرو دویم پړاو پیلېدونکی دی، خو په هېواد کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او هره ورځ د دواړو لوریو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په کور دننه او دباندې ګڼو بنسټونه پ ښکېلو اړخونو غږ کړی چې جګړه ودروي او سوله وکړي، خو تر اوسه نه د جګړې شدت کم شو او نه سولې ته د ښکېلو اړخونو په ځانګړي ډول طالبانو ښه نیت څرګند شو.

تازه اروپايي ټولنې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې که طالبان په رښتیا سوله کوي، نو باید اوربند وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس ویلي د سولې له خبرو سره هممهاله هدفي بریدونه، تاوتریخوالی او جګړې د منلو وړ نه دي.

دده په وینا دې مسئلې اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې ده او طالبانو ته پکار ده چې د سولې او اوربند لوری ونیسي.

ارناوت وایي که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي او غواړي چې دلته دایمي ثبات راشي نو تر هر څه مخکې دې اوربند وکړي او په چټکۍ دې دې هدف ته ورسېږي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او تمه لري چې ژر تر ژره جګړې ختمې کړل شي او د خبرو په جریان کې بشري حقونه خوندي کړل شي.

طالبان له اوربنده وېرېږي؟

طالبان که چېرې اوربند وکړي، د دوی جنګیالي بیا بېرته په اسانۍ جګړې ته نه ګرځي، دوه کاله مخکې د اختر په دریو ورځو کې اوربند دوی ته ډېر زیان اړولی، لسګونه جنګیالي عادي ژوند ته راګرځېدلي، طالبان نه غواړي چې بیا تېر تاریخ پرې تکرار شي او خپل جنګیالي له لاسه ورکړي.

څه باید وشي؟

که حکومت او طالبان په رښتیا سوله غواړي نور باید انعطاف وښيي او هغه څه وکړي چې د افغان ملت غوښتنه ده، له امتیاز اخیستو باید تېر شي او په یوه خوله د بهرنیانو لاسونه له خپلو لنډ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.