خبریال ویبپاڼه/ د نورو جنجالونو او سیالیو ترڅنګ انټرنیټي نړۍ کې هم هېوادونه کوښښ کوي یو پر بل باندې د مالومات لاس رسي او نورو لاس ته راوړنو لپاره سایبري یا انټرنیټي بریدونه ترسره کړي.
د امریکا پر یو شمېر مهمو انټرنیټي پاڼو باندې سایبري بریدونه ترسره سوي چې اوس مهال امریکا روسیه په دې بریدونو کې مسؤله بللې، او ویلي یې چې د ډسمبر میاشتي د سابیري بریدونو کې روسیه لاس لري.
د امریکا استخباراتي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي ددې احتمال دی چې روسیه به د دسمبر میاشتې د خطرناکو سایبري بریدونو تر شا وي.
امریکا د روسیې ترڅنګ پر ایران هم وړاندې دغه تورونه لګولي وو، له ډسمبر میاشتي را په دې خوا یو شمېر هکرانو چې بریدونه يې اوس هم دوام لري د امریکا پر مهو دولتي سایټونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د اطلاعاتو په غلا کولو بوخت دي.
د امریکا هېواد استخباراتي ادارې وایي مالوموي چې دا بریدونه څوک ترسره کوي خو د دوی څېړنې او لومړني مالومات ښيې چې د دې ټولو بریدونو ترشا د روسیې لاس دی.
تراوسه روسیې په دې هکله څه نه دي ویلي.
د روسیې او امریکا اړیکي څنګه دي؟
کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ودرید نو ګڼ شمېر امریکایانو پر هغه د روسي پلوه کس خیال واهه او د پوتین ملګری يې بلی، د ټرمپ په دوره کې د امریکا او روسیې ترمنځ ښايي په ډیری برخو کې سیالۍ روانې وې خو دا دوره د دواړو هېوادونو ترمنځ تقریبا د سمو اړیکو دوره وه، خو ټرمپ له واکه لیري کیږي او نوی ولسمشر جو بايډن واک ته رسیږي چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه نور مالې اړیکي پر خپل ځای پاتي نسي ځکه بایډن وړاندې له دې چې واک ته ورسیږي روسیه په ډیری مواردو کې ګواښلې