The news is by your side.

نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راولي، چې اوربند وکړي

خبریال وېبپاڼه/ د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې پر روانه جګړه اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې طالبان ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي.

د یوناما مشرې دیبورا لاینز تېرره ورځ د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په کابل کې کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دواړو لوریو اوربند جدي اړتیا بللې او ویلي یې دي چې د سولې له بهیر د ملاتړ لپاره به له نړۍوالې ټولنې مرسته غواړي، تر څو طالبان اوربند ته مجبور کړي.

سره له دې چې وار ـ وار له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې، مګر دغې ډلې جګړې ته لا شدت ورکړی.

له یوې خوا دوی له اوربنده وېرېږي، ځکه دوی ته نظامي برخه کې زیان اړوي او بل خوا د اوربند کول د طالبانو واک نه دی، د وسولې کیلي او د اوربند رامنځته کولو واک له پاکستان سره دی.

که پاکستان وغواړي په هر ډول کولای شي، چې طالبان اوربند ته مجبور کړي، ځکه طالب د پاکستان د لاس اله ده، کومې خوا ته چې وغواړي استفاده ترې کوي.

امریکا هم هسې چیغې وهي چې طالبان اوربند نه کوي، جګړې یې شدیده کړې، بلکې امریکا که وغواړي په یوه ورځ کې طالب پناه کوي او له منځه یې وړي، مګر پر طالبانو د نظامي فشار هیڅ هڅه یې نه ده کړې، ځکه غیرمستقیم طالب امریکا ته هم ګټه رسوي.

بل خوا تازه د سولې مرکچې پلاوي د دوهم پړاو خبرو لپاره دوحې ته رسېدلي.

د دوی تګ په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوی او هیله یې ښودلې چې ژر تر ژره اوربند د بحث د لومړۍ موضوع په توګه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.