The news is by your side.

کابل: امنیتي کامرې نصبیږي او سل میلیونه ډالر لګښت لري

خبریال ویبپاڼه/ افغان دولت د نا امنه پلازمینې د امن کولو لپاره ډير کوښښونه کوي ترڅو د خلکو رضایت ترلاسه کړي خو ناامنه کابل کې هره ورځ د انسانانو ژونداخستل کیږي

کابل زیات نا امنه او حالت له کابو کولو و وت چې وروسته افغان ولسمشر د کابل امینتي چارې خپل لومړۍ مرستیال امرالله صالح ته وسپارلې له هغې ورځې د امرالله صالح ناکامې هڅې دوام لري ترڅو کابل امن کړي.

نوموړي اوس تازه ویلي چې  د کابل ښار د امن کولو لپاره د دې ښار په ګوټ ګوټ کې امنیتي کامرې لګول کیږي چې لګښت يې میلیونونه ډالر دی.

صالح  په یوه فیسبوکي پیغام کې ویلي دي چې ډېر ژر به ټول کابل ښار د امنیتي کامرو تر پوښښ لاندې وي ترڅو د امنیت په تامین کې ورسره مرسته وکړي

نوموړي ویليی  چې  د مجرمینو د تعقیب او جرمونو له منځه وړلو لپاره د امنیتي کامرو نصبول یو اړین اقدام وو، چې دا چاره د نا امنیو او ناوړه کارونو د مخنیوي  په برخه کې اغېزمنه مرسته وکړي

 

امرالله صالح زیاته کړه چې د  کامرو په نصبولو شاوخوا سل میلیونه ډالر لګښت راځي چې نړیوالو مرستندویه هېوادونو یې د تمویل ژمنه کړې ده.

تراوسه پوري د کابل ترڅنګ د افغانستان زیات شمېر ولایتونه نا امنه او د هدفي  وژنو لړۍ  ورته رسیدلې  ده چې دولت د دې خراب حالت په کابو کولو کې  پاتي راغلی دی.

ایا دومره مصرف اړین دی؟

په اوسني اقتصادي بهران کې  یوازي سل میلیونه ډالر د کابل امنیت لپاره لویه خبره ده، که څه هم په کابل ښار کې زرګونه امنیتي ځواکونه شتون لري خو بیا هم امنیت اداره نه دی او دولت په دې اقتصادي بهراني حالت کې سل میلیونه ډالر د امنیتي کامرو پر نصب لګوي  چې په اوسني وخت دا هيڅ لومړیتوب نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.