The news is by your side.

حکومت کابل کې د سل میلیونه ډالرو په لګښت امنیتي کامرې لګوي

خبریال وېبپاڼه/ حکومت په یوه تازه اقدام کې د امنیتي تړون طرحې په اډانه کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت کابل ښار کې امنیتي کامرې لګوي، هغه څه چې ټولنیزو رسنیو کې د عامو افغانانو له غبرګون سره مخ شوي دي.

دا خبره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کړې ده او ویلي یې دي چې ډېر ژر به کابل ښار د امنیتي کامرو تر پوښښ لاندې راشي.

هغه د جرمونو په مخنیوي کې د کامرو لګول اړین ګام بللی او ویلي یې دي چې دغه کار به د امنیتي وضعیت په سمون کې د پام وړ اغېز ولري.

صالح ویلي چې په دغو کامرو سل میلیونه ډالره لګښت راځي، چې د مرستندویه هېوادونو لخوا ورکول ورکول کېږي.

حکومت شاوخوا نهه میاشتې مخکې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره طرحه اعلان کړه او له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغې طرحې د تطبیق چارې د ولسمشر لومړي مرستیال ته سپارل شوې دي.

د سپیانو په مرسته پلټنه کول، مخفي پولیس جوړول، د امنیتي کامرو لګول، د امنیت په ټنګښت کې د خلکو همکاري جلبول، د لاسي ګاډیو بایومټریک کول د دغې طرحې اساسي ټکي دي.

خو له دې سره چې د یادې طرحې له اعلان په میاشتو وخت وتلی، مګر کابل ښار کې ناامنۍ د تېر په شان زیاتې دي.

په رڼا ورځ خلک د څو روپیو او یا مبایل په سر وژل کېږي، دولتي مامورین بیا د چسپکي ماینونو له کبله ورځ نه لري.

حکومت د امنیتي کامرو او نورو مواردو د پلي کېدو ترڅنګ باید په پولیسو او په ځانګړي ډول د پولیسو په مسؤلینو کې جدي اصلاحات راوړلي او د اړیکو پر ځای د وړتیا پر اساس مسوولین وګماري.

ژمنتیا، صداقت، وړتیا او د ولس امنیت ته لومړیتوب ورکول د ساتنې لار ده، نه بې ځایه میلیونونه ډالر لګول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.