The news is by your side.

د مذاکراتو افغان لوری وايي، اوربند به د بحث اساسي او لومړنۍ موضوع وي

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې طالبانو د اوربند غوښتنه ردې کړې او ویلي یې دي چې د مذاکراتو یوه برخه کې به پرې بحث وشي، خو د سولې مذاکراتو افغان لوری وايي، چې اوربند به د خبرو اساسي او لومړنۍ موضوع وي.

د افغان حکومت مذاکراتي ټیم تېره ورځ له ژمنې سره سم د سولې خبرو د دویم پړاو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته رسېدلی دی.

سره له دې چې د مذاکراتو دغه پړاو به یو شمېر ستونزې او خنډونه ولري، خو افغان لوري هیله څرګنده کړې ده چې دغه پړاو به په بریالیتوب پای ته ورسېږي، تر څو نور د جګړې ټغر ټول شي.

د افغانانو اساسي غوښتنه اوربند دی او د سولې خبرو افغان لوري هم ویلي چې د اوربند په اړه به لومړیو کې جدي خبرې کېږي.

طالبان بیا تر اوسه د اوربند په اړه څه نه وايي او علاقه نه لري چې تر وخت مخکې اوربند وکړي، ځکه دوی خپل زیان ویني مګر د افغانانو د وینو د بهېدو په قیمت نه دي خبر.

دلته هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، یوه ورځ اوربند کول د زرګونه کسانو هیلې ژوندۍ ساتل دي.

نړۍوالو هم وار وار له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې اوربند وکړي.

د مذاکراتو دویم پړاو کې به معلوم شي چې طالبانو اوربند کوي او که خپلې ناولې جګړې ته دوام ورکوي.

د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د خبرو د طرزالعمل پر سر خبرې جنجالي وې، خو بیا هم دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.