The news is by your side.

د کرونا تازه حال او د افغان -چاپان روغتون وضعیت

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په نوي مورد کې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس ۱۵ تازه مثبتو پېښو خبر ورکړ او ورته وخت کې بیا په کابل کې هم ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې.

خو د کرونا ویروس باندې د اخته کسانو شمېر زیاتېدو سره دلته په کابل کې د افغان-چاپان روغتون چې د کرونا ویروس لپاره ځانګړی شوی، خلک د ډاکټرانو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي.

د روغتون ناروغان وایي، چې په دغه روغتون کې روغتيايي حالت ته په کتو سره په ښه توګه پاملرنه نه کېږي.

کابل کې افغان جاپان روغتون ته تلونکي کسان وایي چې د ډاکترانو د بېغورۍ او ناوړه چلند پوزې ته راوړي.

دوی وايي ډاکتران تر پنځلس دقيقو پورې هم يو شمېر هغو ناروغانو ته چې روغتيايي حالت يې ډير خراب وي نه ورځي.

خو د دې روغتون سرطبيب وايي چې د ډاکترانو او د روغتون د کارکوونکو د جامو بدلول وخت نېسي او په وينا يې دوی په همدې خاطر نشي کولای چې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمیر ۲۷۳ تنو ته رسېدلی دی.

دلته د پلازمېنې اوسیدونکي شېبه په شېبه مراجعه کوي او د کوید١٩ ناروغۍ څخه د ویرې او جدي نیولو لپاره ځانونه معاینه کوي.

خو په ښکاره توګه په دې روغتون کې بیا د پلازمېنې اوسیدونکو د ویلو په اندازه جدیت نشته لکه یو سپين ږیری سړی چې وایي:

شپږ ورځې کیږي چې تنفسي ستونزه یې پيدا کړې ده او ټول بدن ته یې هم ريښه تللې او ټوخیږي هم.
ډاکټرانو له دې څخه غوښتنه وکړه چې کور ته ستون شي که چیرې شپږو ورځو کې ښه نه شي بیا روغتون ته بیا ځلي راستون شي.
له ډاکټرانو سره له خبرو وروسته مني چې دا زوړ سړی د بیلګې نیونې لپاره په دې روغتون کې بستري شي.

ځینې هم نیوکه کوي چې د اندېښنوسره سره بیا هم په کوید١٩ اخته کېدو لپاره په وخت رسېدنه نه ترسره کیږي.

له دې سره د یوې مېرمنې روغیتايي وضعیت ناوړه دی خو نارینه ډاکټر هغې ته نه نږدې کیږي او د ښځینه ډاکټرې د شتون څخه هم څرک نه لګي.

خو دې وضعیت ته بیا د افغان جاپان روغتون مشر له ځواب ویلو ډډه کړې.

وړاندې تر دې د هرات په شیدايي روغتون کې هم د کوېد١٩ ناروغۍ د تشخیص وخت نیونې څخه هم نیوکې شوې وې که څه هم د عامې روغتیا وزارت د شمېرو په بنسټ ټولو دولتي روغتونونو له ۲ زرو څخه زیات د کوید١٩ ناروغانو لپاره بسترونه لري او هره شپه او ورځ کې بیا د ۷۰۰ نمونو د تشخیص وړتیا هم لري.

افغان حکومت په هېواد کې د کرونا ویروس مبارزې لپاره د کوید١٩ څلور ازمايښت ځایونه چې له ۵۰۰ څخه زیات ظرفیت لري په کابل هرات او ننګرهار ولایتونو کې جوړ کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.