The news is by your side.

نړیوال باندې افغانستان سره ۱۰۴ ملیونه مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه/نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۱۰۴ ملیونه ډالرو د مرستې اعلان تائید کړ.

د نړیوال بانک د خبرپاڼې له مخې دا مرسته به د روغتیایي چارو پر ځواکمنتیا او د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې پر چټکو ګامونو اخیستلو باندې مصرفېږي. دا په داسې حال کې ده چې کرونا اوس په یو نړیوال ناورین بدل شوی او په نړیواله کچه د هر هېواد له پولو ور اوښتی دی.

تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۰۱۵۴۶۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې ۵۳۱۹۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې کابو ۲۱۲۲۲۹ کسان بېرته له دغه وژونکي ویروس څخه جوړ شوي دي. په دې برخه کې امریکا لا هم د کرونا ویروس د ډېرو اخته کسانو په شمېر کې د ټولو هېوادونو په سر کې ځای لري چې شاوخوا ۲۴۵۰۶۶ کسان یې په کرونا اخته او څه د پاسه ۶۰۷۵ کسان یې د دغې ویروس له امله وژل شوي دي. امریکا وار له مخې ویلي دي چې ښایي له یو لک نیولې تر ۱۴۰ زرو پورې امریکایان د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

هخوا د کرونا له امله د ډېرو قربانیانو په نوملړ کې ایټالیا قرار لري چې شاوخوا ۱۳۹۱۵ کسان یې تر اوسه وژل شوي او تر ۱۱۵ زرو ډېر کسان یې په دغه ویروس اخته دي. ورپسې اسپانیا ده چې ۱۰۳۴۸ کسان یې په کې وژلي او تر ۱۱۲ زرو ډېر پرې اخته دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هم دغه ویروس خپله لمن غځوي او تېره شپه په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۷۳ کسانو پورې ورسېد، چې په دې ډله کې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس تنه نورو بېرته ورڅخه جوړ شوي دي. تر دې دمه په ټول هېواد کې هرات او کابل د کرونا ویروس د ډېرو پېښو شاهد دي. په هرات کې د کرونا مثبتې پېښې تر ۲۰۰ اوړي او په پلازمېنه کابل کې بیا تر ۳۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې تېره ورځ یوه ۷۰ کلن سړي خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

له افغانستان سره د مالي او روغتیایي توکو مرستې له تېرو څو اونیو را پیل شوې دي او تازه پرون پنجنشنبې له چین څخه د روغتیایي توکو یوه ډکه الوتکه کابل ته را ورسېده. تر هغې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ اماراتو هم له افغانستان سره د روغتیايي مرستو یوه بسته شریکه کړې وه.

تېره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره د لس ملیونه ډالرو مرستې اعلان کړی ؤ چې ۵ ملیونه به دې مستقیم افغانستان ته سپاري او پاتې لس ملیونه به د روغتیا نړیوال سازمان له لارې په افغانستان کې د کرونا ویروس په مبارزه لګوي.

تمه ده د نړیوال بانک لخوا د ۱۰۴ ملیونه ډالرو مرسته په هېواد کې د روغتیایي بنسټونو پر تقویت او دغه راز د دغې وبا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه ولګول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.