The news is by your side.

هلمند کې د کوکنارو وهل پیل شول

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کي دکوکنارو اړولو کمپاین پیل شو.

هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کیږي چي کروند ګر یې تر بل هر څه د کوکنارو په کرکیله زیات بوخت او د همدې کوکنارو له حاصلاتو دخپل ژوند امکانات برابروي.

دهلمند ولایت ناد علي ولسوالۍ کې دکوکنارو اړولو کمپاین پیل شو، د چارواکو په وینا د ناد علي بېلابېلو سیمو کي به دکوکنارو کرل شوي کښتونه له منځه یوسي، خو کروند ګر بیا د حاصل په وخت د کوکنارو له منځه وړل بې انصافي بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې کرنیزو توکو ته یې باید حکومت بازار پیدا کړي ترڅو د کوکنارو له کرکیلې لاس په سر شي.

دناد علي ولسوالۍ امنیه قومندان محبوب خان نوري د کوکنارو د اړولو کمپاین پرمهال خبریالانو ته وویل چي د کوکنارو له حاصلاتو تر ډېره وسله وال طالبان ګټه پورته کوي او د همدې ګټې په تر لاسه کولو سره د افغان امنیتي ځواکونو سره دجګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي.

د ناد علي ولسوالۍ د امنیه قومندان په وینا چې د کوکناور د اړولو کمپاین به د یادې ولسوالۍ په ټولو برخو کې په دومداره ډول دوام ولري او د کوکنارو ګڼ کښتونه به له منځه یوسي.

کروند ګر بیا پر حکومت نیوکه کوي چي د حاصل رسېدو په وخت کي دکوکنارو کښتونه باید ونه وهل شي هغوی غوښتنه وکړله چې حکومت دې د دوی کرنیزو حاصلاتو ته بازار پیدا کړي تر څو دوی خپل کرنیز توکي په مارکېټ کې په لوړه بیه وپلوري او د کوکنارو د کرکیلې څخه لاس واخلي.

دناد علي ولسوالۍ کروند ګر زیاتوي چې د همدغو کښتونو په مټ د خپلې کورنې د اړتیا وړ توکي برابروي.

هلمند ناد علي ولسوالۍ کي داسې مهال د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوو چي د کوکنارو له کرکیلې د کروند ګرو حاصلاتو راټولولو وخت دی.

د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم مخکې ویلي و چې په تېر کال کې یې په هېواد کې د کوکنارو په کښت کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.

تېر کال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سر مفتش ادارې یا سیګار هم ویلي و چې په افغانستان کې د نشه یې توکو پر ضد مبارزه ناکامه ده.

دغه ادارې ویلي و چې په دغه برخه کې د امریکا د میلیونونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو په کښت کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو تولید د وسله والو طالبانو له لویو عایداتي سرچینو څخه ګڼل کیږي.

حکومت همدارنګه ویلي وو چې د افغانستان د کوکنارو زیاته برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کیږي چې د اړولو د کمپاین پر مهال لاسرسی ورته ستونزمن وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.