The news is by your side.

ننګرهار کې بله مثبته پېښه ثبت او ګرځبندیز ولګېد

خبریال وېب پاڼه/د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن جمعه د اپریل میاشتې ۳ مه نېټه په دغه ولایت کې د کرونا دویمه مثبته پېښه ثبت شوه.

د دغه ولایت د رسنیو مرکز وایي چې د تازه پېښې قرباني د مارچ په ۱۸ مه امریکا ته تللی او د همدې میاشتې په ۲۴ مه بېرته هېواد ته را ستون شوی چې له ځان سره یې د کرونا ویروس هم راوړی دی. په ورته وخت کې د دغه ولایت چارواکي وایي چې له ولسوالو نه جلال آباد او له کابل، لغمان او کنړ څخه په دغه لارې داخلېدو او بهر کېدو باندې د نن ورځې له ۵ بجو نه کلک بندیز لګول کېږي.

دا ګام وروسته له هغه اخیستل کېږي چې په هېواد کې د ننګرهار د تازه پېښې په ګډون د کرونا مثبتې پېښې ۲۷۴ ته لوړې شوې. په دې ډله کې شپږو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورړی دی او شاخوا لس کسان بېرته ورڅخه جوړ شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې راځي چې د کرونا د تازه مثبتې پېښې والا لوستی او په ټولو شرایطو خبر کس دی چې په وخت یې ځان روغتیایي مرکز ته رسولی او له ځان سره یې بل څوک په دغه ویروس لړلي نه دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي چې په ننګرهار کې د لومړنۍ مثبتې پېښې قرباني دویم ټېسټ منفي راوتلی او ویل کېږي چې د دغې کس د معافیت سیستم قوي ؤ او تمه ده ډېر ژر له روغتون څخه رخصت شي. تر دې وړاندې شکایت کېده چې ګواکې ډاکتران دغې ناروغ ته سم لاسرسی نه کوي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې د تازه پېښې د قرباني ستونزه هم جدي نه ده او په خبره یې د دغې ولایت روغتیایي مسؤلین ورغلی او له ناروغ سره تر سلا مشورو وروسته یې نوموړی په خپل کور کې تر روغتیایي درملنې لاندې نیولی دی. د ننګرهار چارواکو له دغه ناروغ څخه د ټولو وقایوي او نورو کسانو سره د ناروغۍ د مشکوک کېدو په لړ کې له محتاطانه اړیکو مننه کړې ده.

په هېواد کې د کرونا پېښې وروسته له هغه زیتېږي چې په تېرو کابو دریو میاشتو کې افغانستان ته له دوو لکو زیات افغان کډوال را ستانه شول او ډېری کسانو یې له ځان سره دغه ویروس هم راوړ.

حکومت د همدې ناروغۍ د کابو کولو لپاره هرات ته ۱۰۰ ملیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړه تر څو په دغه ولایت کې د کورونا په مخنیوي کې کلکه مبارزه پرې وکړي خو په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل کې هم د کرونا مصبتې پېښې زیاتې شوې دي چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.