The news is by your side.

د ازبکستان د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته را ورسېده

خبریال وېب پاڼه/نن جمعه د روانې اپرېل میاشتې په دریمه نېټه له ازبکستان څخه د خوراکي او روغتیایي توکو لومړۍ جوپه کابل ته را ورسېده.

تېره ورځ د ښه ګاونډیتوب او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان دوست هېواد ازبکستان اعلان وکړ چې افغانستان ته د لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو په ګډون ځینې روغتیایي مواد هم را صادروي. ویل کېږي په دغه موادو کې پرون پنجشنبې د حیرتان بندر له لارې را واردو شول، شاوخوا ۳۰۰ ټنه اوړه، ۵۰ ټنه بوره، ۱۵۰ ټنه وریجې، ۵۰ ټنه صابون، ۵۰ ټنه غوړي او روغتیايي مواد شامل وو.

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي وړمه ورځ په ازبکستان کې له افغان سفیر سره د یوې لیدنې په ترڅ کې ویلي وو چې د کرونا په دې ترهېدلي چاپېریال کې به ازبکستان له افغانستان سره خپلې بسردوستانه، سوداګریزې او تراسپورټي اړیکې فعالې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې په لوړېدو دي او دې چارې ولس له ګڼو اندېښنو سره مخ کړی دی. حکومت که څه هم د بیو د کنټرول لپاره د احتکار کوونکو پر وړاندې چټک ګامونه واخیستل او یو شمېر احتکار کوونکي هټیوال یې څو اونۍ وړاندې جریمه هم کړل خو د کورونا له امله یو شمېر ګاونډیو هېوادونو خپل بندرونه او سوداګریزې دروازې د افغانستان پر مخ وتړلې.

هخوا له پاکستان څخه هم ده ورځې وړاندې د خوراکي او نورو ارتزاقي موادو ډکو لاریو ته افغانستان ته د راتلو اجازه ورکړل شول.

له ازبکستان سره د خوراکي راکړې ورکړې په برخه کې اوړه او غنم یوه مهمه برخه تشکیلوي چې له دغه هېواد څخه افغانستان ته را واردېږي. په سیمه کې قزاقستان د اوړو لوی تولیدوونکی هېواد ګڼل کېږي چې د دغه هېواد غنم په ازبکسستان کې اوړه کېږي او افغانستان ته را صادرېږي. د افغانستان لپاره د روسیې اوړه د لارې د زیات واټن له امله قېمته تمامېږي خو له هند سره بیا د چابهار بندر له لارې له اوړو او نورو ارتزاقي موادو سربېره په ګڼو برخو کې سوداګریزې اړیکې پالي.

په ازبکستان کې د شوکت میرزایف له ولسمشر کېدو را وروسته له افغانستان سره د دغه هېواد اړیکې ډېرې تودې پالل کېږي او د ځینو نورو ګاونډیو په پرتله یې اغېز هم لوړ دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبې له دوبۍ او پرون پنجشنبې له چین څخه هم افغانستان ته د روغتیایي توکو یوه یوه بسته را راغلې وه.

په کابل کې د ازبکستان سفیر محمد یادګار شادمانوف وویل چې دغه مرسته په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د ازبکستان د ولسمشر لخوا شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.