The news is by your side.

کندهار کې دکرونا د مخنیوي په موخه دواپاشي پیل سوه

د مهمند ګروپ له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د کندهار ښار دواپاشي پیل سوه،
د مهمند ګروپ مسؤل حاجي صدیق مهمند رسنیو ته وویل، دوي پلان لري دغه لومړي پړاو دواپاشي تر دوو هفتو پوري بشپړه کړي، چي پر مهال به یې د ښار ټولي عمومي جادې، واټونه او سوداګریز مرکزونه د ۳۰ تنه کارکوونکي او وسایطو له لوري په ۱۰۰ زره لیټره مکروب ضد دوا باندي دواپاشي سي، تر څو نور ښاریان هم متوجه سي او هر ښاري خپل کور، دوکان او کار ځاي په هرو دو ورځو کي خپله دواپاشي کړي.

د کندهاروالي حیات الله حیات د مهمند ګروپ مسؤل او ملي سوداګر حاجي صدیق مهمند او ټولو سوداګرو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په دې حساسو حالاتو کې د خلکو د روغتیا د تضمین په موخه همکاري کوي او د ټول کندهار د دواپاشۍ پروګرام یې پیل کړ.

کندهار والي د ټولو سوداګرو وغوښتل، چي د خپلو هیوادوالو سره د هغوي د لاسنیوي په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي، تر څو د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي او اړمنو کورنیو سره لازمه همکاري سوې وي.

کندهار والي پر ټولو ښاریانو ږغ وکړ، چي په کندهار کې د کرونا ویروس دوې نوري تازه پیښي ثبت سوې او نور باید په هیڅ صورت د کرونا ویروس په مخنیوي کې بې پروایي ونسي او لازمه ده، چي د هر کور مشر په هرو دوو ورځو کې خپل کور دوا پاشي کړي او د کرونا په مخنیوي کي د روغتیاپالانو لارښووني جدي تعقیب کړو، تر څو ددې وژونکي ویروس د خپریدو مخه مو پر وخت نیولې وي.
په همدې حال د کرونا ویروس کمیټې په غونډه کې پریکړه وکړه، چي د تیري اوونۍ په څیر به د شنبې ورځي څخه پیل تر راتلوونکو دوونیو پوري د خوراکي توکو، نانبایانو، میوه جاتو، سبزیجاتو او روغتیا په برخه کي د انساني، حیواني او نباتي دواخانو پرته نور ټول دوکانونه او مارکیټونه د کندهار په مرکز او ولسوالیو کي بند وي، تر څو په ښار او ولسوالیو کي د ګڼه ګوڼي مخه ونیول سي او د کرونا وژونکي ویروس د خپریدو لپاره مو ټول وقایوي تدابیر په ښه توګه تطبیق کړي وي.

د کرونا وایروس په وړاندې اقدامات، احتیاطي تدابیر او وړاندیزونه دولسمشر د هدایت په اساس په هر ولایت کې د کرونا ویروس د کمیټې لخوا په هغه ولایت کې حالاتو ته په کتو اعلانیږي، چي په کمیټه کې د والي په مشري د نظامي او ملکي ادارو با صلاحیته استازیو په شمول د خصوصي سکتور استازي هم غړيتوب لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.