The news is by your side.

اطلاعاتو کلتور وزارت- سپاه پاسداران ته د غنی لمړۍ تحفه

خبریال ویبپاڼه / افغانستان د کلتور وزیر داسي یو کس و ټاکل سو چي د افغانستان لمړۍ رسمي او یواځینۍ ژبه پښتو یې نه ده زده. نیژاد یې هزاره دی پروا نه کوي ، مهم نه دی. مګر داسي هزاره دی چي په بامیان کي یې د ایران د استخباراتو جاسوسان او د ایران اوسنی تر ټولو زورور پوجي د سپاه پاسداران قومندان اسماعیل قاني مېلمانه کړي ول او رسنیو ته یې عکسونه را ووتل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په افغانستان کي د (دفاع وزارت) څخه هم مهم دی. دا وزارت د هیواد د جوړښت د فلسفې دښمن او د ایران یو خاص جاسوس طاهر ظهیر ته سپارل داسي مانا لري لکه د مخدره موادو لوی قاچاقبر د کابل د مخدره موادو سره د مبارزي د ریاست ریس وو. هغه یو کوچنی ریس وو يواځي د پیسو پسي ګرځېدی. خو د اطلاعاتو او کلتور وزیر (په لاسي لاس) داسي یو سړی ټاکل چي هغه د ټول افغانستان د کلتور د فلسفې ضد وي دا د وطن بېخ ور ایستل دي.

اشرف غني حتماً وایي چي زه د افغانستان پاچا یم. په کومو خلګو کي چي د پاچاهي د ساتلو توان وي په طبیعي ډول زه د هغوی سره یم. پښتنو ته مي عبدالباري جهاني د کلتور وزیر کړی. نه د یو زورور هیواد مرسته ور سره وه. نه پښتانه دوني قوي ول او نې دوني پیسې او کدرونه درلودله چي د جهاني سره د ټول افغانستان څه چي د یو ولایت د اطلاعاتو او کلتور چاري پر مخ یوسي. جهاني یو قدم په دې وزارت کي نسوای اخیستلای. د افغانستان د پاچاهي کارونه یې ور ضعیف کول نو هغه وو چي جهاني صاحب د خدای په فضل د کوم ټپ او زخم څخه پرته د کابل څخه و امریکا ته په تېښته بریالی سو. البته پر زړه یې داغونه یووړل.

چاره څه ده؟ چاره په هیڅ پښتون ریس جمهور نه کيږي.ریس جمهور یا پاچا د ادمه تر دې دمه په صحرا کي ولاړه تک تنها ونه ده. هري خوا چي باد درلودلی د هغه باد سره د دې وني څانګي ښوري. په افغانستان کي د دېرشو کالو راهیسي د پښتنو خوا باد نه لري. ټول زورور د افغانستان د اقلیتونو سره دی. هر ریس جمهور د دوی په باد چلیږي.
دېرش کاله کیږي پښتانه په اجتماعي توګه پنجاب اغوا کړي دي. یو په بل یې سره وژني. کله یې ګلبدین ټول مخور ور وژني. کله یې قبایل سره ور و جنګوي او د پنځویشتو کالو راهیسي پنجاب د ټرلبانو په نامه یو ترېشل جوړ کړی دی. د پښتنو غوښي هډوکي، کلتور، تعلیم، تجارت او هر څه يې په دې ترېشل ټوټې ټوټې کړل او لا چلیږي. اوس ټرمپ هم غواړي چي د ټول افغانستانه غېږه ډکه کړي او دغه پنجابي ترېشل ته یې ور واچوي.
پښتانه نه د ایران په څېر همژبی ملګری لري. نه د سعودي په رقم دیني ورور لري. خپله هم ختم دي. پر داسي خلګو چي هر څوک پاچا وي په خوله یې پیاز نه ماتوي.
پښتانه چي تر څو په خپلو منځونو کي مساعدت سره و نه کړي. خپل تاریخپوهان، خپل کدرونه، خپل زراعت، خپله مېډیا، خپل زراعت به په زرګونو مستقلو ګروپونو کي قوي نه کړي. نور به هم له منځه ولاړ سي. که پښتنو د افغانستان په هره نقطه کي او په هر بخش کي خپل قوت ثابت کړی لمړی به ټرلب له منه یوسي ، دوهم به د ایران او روسیې تالی څټي د اقلیتونو خاین مشران. بیا به نه یواځي پر پښتنو بلکي پر اسیا به د پسرلي لمر را وخېژي.

اسماعیل یون غوندي خلګو د پښتنو مستقل ګروپونه جوړ کړي دي. په اخره کي دا د ملیګرا په جامو کي پټ یون قطر ته د ټرلبانو احترام ته تللی وو. اوس یې هم تلوېزون د ټرلبانو په طرفدارۍ نشرات کوي. ملیګرا پښتون د نړۍ پر مخ د هر چا سره یو ځای کېدای سي خو د ټرلب سره نه سي یو ځای کېدای. ځکه پښتنو او پښتنولۍ په تاریخ کي دوني لوی دښمن بل نه دی درلودلی لکه د خپلي لمن څخه یې پیدا سوی ټرلب. ملیګرایان د ټرلب سره یواځي په مرګ یو ځای کېدای سي. که بل وخت د ټرلب سره پښتانه ملیګرایان یو ځای سول؛ هغوی ملیګرایان نه دي. د مليګرایانو په منځ د پنجاب ننوتلي پاخه جاسوسان دي.

لیکوال: سمون بارکزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.