The news is by your side.

د ولسمشر ساتونکی قیام مقصودي چا ترور کړ؟

خبریال ویب پاڼهقیام مقصودي د کابل په پغمان ولسوالي کې ترور شو . تر دم ګړیه ددغه ترور په تړاو حکومت پټه خوله دی او نه یې هم د د دغه مهم امنیتيچارواکيد ترور پړه چاته په غاړه ورکړې ده .

هیڅ یوې ډلې تر دم ګړیه د قیام مقصوديد مرګ پړه نه ده منلې ؛ خو اوس پوښتنه داده چې دا مهم کس چا او وليترور کړ؟

که څه هم دې پوښتنې ته تر دم ګړیه اسانه ځواب نشته ؛ خو د ولسمشر د لوړي د مراسمو پر مهال د چاودنو په تړاو داسيخبرونه راڅرګند شول چې ګواکې دا ډیزاین شوې چاودنې وې ؛ ځکه د هغو چاودنو په تړاو هرڅه ورک شول .

د افغانستان د حکومت منتقیدینو نیوکې کولې چې ګواکې ددغه چاودنو تر شا دافغانستان د استخباراتو د پخوانيمشر او د اوسنيمرستیال امرالله صالح لاس وو،خو دا خبر او ددغو چاودنو پلټنه پټه پاتې شوه او ورسره چا مخامخ امرالله صالح ته هم د پړې ګوته په رسمي‌ ډول ونه نیوله  .

په کابل کې د افغانستان د استخباراتو یوه پخوانيمامور چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شيخبریال ډاټ کام ته وویل چې د قیام مقضوديمرموز ترور ښايي د ارګ په خوا کې د اشرف غنيد لوړيد مراسمو پر مهال له شویو چاودنو سره تړاو ولري .

دغه استخباراتي مامور وویل چې:

« دا جوته ده چې د اشرف غنيد لوړيد مراسمو پر مهال شوې چاودنې طرحه شوی عمل وو، استخبارات کله کله داسيپېښي کوي؛ خو د دا ډول پېښو طراحان هغه کسان له منځه وړيچې دا ډول عملونه په اجراکړي .‌»

دغه پخوانی امنیتي چارواکی په اشارو کې داسي‌پوښتنې وځېږولې چې ګواکې ښايي دا کار په حکومت کې دننه کړیو کړی وي .

که څه هم تر اوسه لا ددغه مهم امنیتيساتونکيد ترور په تړاو ډېر معلومات نه ديرابرسېره شوي، خو دغې وژنې وروسته ډېری افغانانو ته اندېښنې ورولاړي شوې چې ولي یو داسيمهم امنیتي افسر په نښه شي؟

خبریال ادارې هڅه وکړه چې ددغه مهم امنیتي چارواکيد ترور په تړاو د ارګ غبرګون تر لاسه کړيخو د ارګ د مطبوعاتيټیم یوه غړيچې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شيخبریال ډاټ کام ته یوازيد دې خبريتاید وکړ چې په پغمان کې د ولسمشر پر امنیتيګارډبرید شوی دی او له نور تفصیل ورکولو یې ډډه وکړه .

څارونکي له حکومته غواړيچې حکومت باید د ښاغليمقصودي دوسیه د «ترهه ګري پېښي»‌ په نوم بنده نه کړياو د دې خبر اصلي سرچینه وسپړي .  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.