The news is by your side.

کرونا تر اوسه څه کم ۶۰ زره کسان وژلي

خبریال وېب پاڼه/کرونا نړیوالې وبا تر دې دمه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵۹ زره کسان وژلي او تر یو ملیون او ۹۸ زره زیات کسان ورباندې اخته شوي دي.

د وروستیو شمېرو له مخې د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹۸۳۹۰ ته رسېدلی دی او د دغې ویروس د قربانیانو شمېر ۵۹۱۵۹ کسانو ته رسېدلی او دغه راز ۲۲۸۹۲۳ کسان بېرته له دغې ناروغۍ څخه جوړ شوي دي.

په کور د ننه افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې بیا تر ۲۹۹ پورې لوړې شوې. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې لویه برخه یې بیا هم په هرات او کابل کې ثبت شوې ده. تېره ورځ په فراه کې د دوو کسانو د بېرته رغېدو خبر هم ورکړل شو چې په دې سره په ټول هېواد کې له کرونا څخه د بېرته جوړ شوي کسانو شمېر ۱۲ ته لوړ شو. په نویو دوو کسانو کې یو یې ۸۱ کلن سپین ږیری او دویم یې ځوان دی.

د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا په ټولو هېوادوالو غږ کړی چې په کورونو کې تم شي او ګرځبندیز رعایت کړي، څو وکولی شي په نسبي توګه د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره نړۍ او ګاونډي هېوادونه اندېښنه لري چې په دغه هېواد کې د کرونا له امله لویه فاجعه را منځته نه شي، چې په دې صورت کې به دوی هم ور څخه بې اغېزې نه دي.

تېره ورځ هم له ازبکستان نه د خوراکي او روغتیايي توکو د مرستې یوه بسته را ورسېده او تر هغې یوه ورځ وړاندې چین هم په ورته اقدام کې له افغانستان سره مرسته کړې وه.

په نړیواله کچه امریکا لا هم د کرونا ویروس د زیاتو مثبتو پېښو په سر کې ځای لري چې شاوخوا ۲۷۷۱۶۱ کسان ورباندې اخته او تر ۷۳۹۲ کسانو پورې یې له هدغه ویروس څخه وژل شوي هم دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې تر ټولو زیات (۱۵۰۰) کسان هم وژل شوي دي چې دغه شمېر مړینې د کرونا په قربانیانو کې په یوه شپه او ورځ کې نوی ریکارډ هم خپل کړ.

هخوا اروپا کې د ایټالیا د مړو شمېر ۱۴۶۸۱ کسانو ته لوړ شو او پرې د اخته کسانو شمېر بیا تر ۱۱۹ زرو هم لوړ شو. اسپانیا کې هم د کرونا پېښو خپله خونړۍ څپه جاري ساتلې او تر اوسه یې په دغه هېواد کې ۱۱۱۹۸ کسان وژلي او تر ۱۱۴ زرو ډېر کسان پرې اخته دي.

له پورتنیو هېوادونو را وروسته په ترتیب سره جرمني، فرانسه، چین، ایران او بریتانیا هغه هېوادونه دي چې د کرونا له سخت ځپونکی حالت سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance