The news is by your side.

د کندوز کوېد١٩ روغتون کې د روغتیايي خدماتو نه شتون

خبریال وېب پاڼه/ کندوز هغه ولایت دی چې تر اوسه په کې د کرونا ویروس کوم مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د کندوز ولایتي شورا وایي، چې د کندوز ولایتي روغتون د روغتیایي پرسونل او دوا له نشتون سره مخ دی.

د دغه ولایت اوسیدونکي او ولایتي شورا غړي د یاد ولایت روغتون کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د صحي کارکوونکو او خدماتو نشتون اندېښمن کړي دي.

دوی وایي هغه روغتون چې د کرونا ویروس د شکمنو کسانو د تشخیص لپاره جوړ شوی دی، د روغتیايي پرسونل او تجهیزاتو نه شتون سره مخ دی.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني وایي، د کرونا ویروس نوی جوړ شوی روغتون، د صحي کارکوونکو له کمبود سره مخ دی.

د ولایتي شورا بل غړی امرالدین ولي هم د کرونا ویروس روغتون کې د اسانتیاو نشتون په اړه اندېښمن دی او له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې دا موضوع په جدي توګه حل کړي.

له بلې خوا د کندوز اوسیدونکي په دغه ولایت کې د روغتیایي تجهیزاتو نشتوالي په اړه اندېښنه لري او په سیمه اییز او مرکزي حکومت غږ کوي چې د کوېد نولس روغتون د تجهیز لپاره سمدستي اقدام وکړي.

له بلې خوا د کندوز د عامې روغتیا رییس احسان الله فضلي وايي، چې د کمو امکاناتو سربیره، د دې ویروس شکمنو کسانو د تشخیص لپاره د حوزوي روغتون څخه څو ډاکټران مؤظف شوي دي.

فضلي وايي، اوس موږ ښه روان یو او په کلکه به مبارزه وکړو خو د طبي تجهیزاتو د کمښت ستونزې یې د عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي دي.

فضلي زیاتوي هیله ده چې مرکزي حکومت به هرڅه چې موږ ورته اړتیا لرو ژر تر ژره چمتو کړي ترڅو په دغه ولایت کې د خلکو اندېښنې لېرې شي.

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې دوه شکمنې پېښې ثبت شوي، چې پایلې به یې په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې وپېژندل شي.

په کور دننه د ستونزو او سیاسي کړکېچونو ترڅنګ اوس کډوالو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه وروستۍ میاشت کې ١٨٠ نه تر ٢٠٠ زرو پورې د افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

خو د افغانستان او پاکستان پولو نه اخوا هم سلګونه د افغان کډوال بند پاتې دي وايي چې مالي امکانات یې صفر ته رسېدلي.

له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل بیا د کرونا ویروس پراخوالي سره یوځای پيل شوی دی او دې کار بیا د افغان چارواکو ډېرې اندیښنې راو لاړې کړي دي.

په داسې حال کې چې افغانستان په جګړه کې ښکېل یو هېواد دی، خو د سیاسي کړکېچ او کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې هم راګیر دی او بېلا بېلې ادارې لاس په کار شوي دي چې افغانستان له دې حالت وژغوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.