The news is by your side.

اروپایي ټولنه: ټوله نړۍ کې دې اوربند وشي

خبریال وېب پاڼه/د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزیف بوریل په خپلو تازه څرګندونکو کې پر نړیوالو غږ کړی چې په ټوله نړۍ کې دې د هر ډول تاوتریخوالي پر اوربند هوکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم په ورته اقدام کې د نړیوال اوربند غوښتونکی شوی ؤ او ویلي یې وو چې اوس یوازې له کرونا ویروس سره مبارزه مهمه ده.

پرون جمعه د روانې اپریل میاشتې په دریمه نېټه د اروپایي ټولنې دغې غړي د ګوتریش له غوښتنې د کلک ملاتړ اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې نړیوال باید د کرونا پر وړاندې یو موټی شي، په ګډه د کرونا سره مبارزه وکړي او د زړه سوي له مخې کرونا په یووالي وځپي.

ښاغلي بوریل زیاته کړه؛ هغه کسان چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي، باید د کرونا له وېرېدلي چاپېریال څخه استفاده ونکړي. ده همدا راز وویل چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دې د جګړې ټولو اړخونو ته سیاسي حل لارې ولټول شي.

د اروپایي ټولنې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې که څه هم افغانستان یا کوم بل هېواد ته ځانګړې اشاره نه ده شوې خو دلته اوس هم د وسلوالو اورپکو لخوا جګړه روانه ده او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تژره اونۍ له یوې غربي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو چې دوی به تر هغو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي څو چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې نه وي، خو په ورته وخت کې حکومتي او او نور روغتیا پالان اندېښنه لري چې د وسلوالو مخالفینو تر تصرف لاندې سیمو کې د کرونا د مثبتو پېښو امکان زیات دی ځکه ډېری وګړي تازه له ایران نه را ستانه شوي دي.

تېره ورځ د وردګو ولایت په مرکز میدانښار ته څېرمه نرخ ولسوالۍ کې د دوو کسانو د مشکوکو پېښو خبر په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کېده چې تازه له ایران نه راغلي وو چې په خپل کور کې قرنطین دي.

په ورته وخت کې حکومت وایي چې دوی ټول تمرکز له کرونا سره مبارزې ته اړولی دی. تېره ورځ د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال هم رسنیو ته وویل چې حکومت او نړیوالو ښکېلو سازمانونو پر طالبانو غږ وکړ چې د کرونا سره د مبارزې په خاطر تاوتریخوالی کم کړي تر څو حکومت لرې پرتو سیمو ته خپل روغتیایي پرسونل او توکي ورسوي خو په وینا یې د دغې ډلې په دریځ کې هېڅ نرمښت راغلی نه دی.

تېره ورځ ناټو هم وویل چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو کمول د طالبانو په دریځ پورې اړه لري او په وینا یې که طالبان د سولې هوکړې ته ژمن پاتې نه شي ښایي د دوی تصمیم هم بدل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.