The news is by your side.

حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وټاکل شو

خبریال وېب پاڼه/ارګ په خپل یوه تازه اقدام کې د ټاکنو پر مهال د ولسمشر سیال او د سولې او اعتدال ټیم مشر ښاغلی حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزیر په توګه وګمارهه.

نن شنبې د روان اپیل میاشتې څلورمه نېټه ولسمشر لخوا د یوه ځانګړي فرمان له مخې د امنیت شورا پخوانی ستر سلاکار محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت په توګه په دنده وګماره. حنیف اتمر د ټاکنو په کمپایني دوره کې له خپلې نوماندۍ تېر شو او ویلی یې وو چې اوس وخت کې تر هر څه مهمه سوله ده نو په وینا یې په کار ده چې د سولې لپاره سره منسجم شو.

د ارګ لخوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې د آساسي قانون د ۶۴ مې مادې او ۱۶ مې فقرې سره سم حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه. په اعلامیه کې د ولسمشر غني لخوا ورته په چارو کې د بریالیتوب هیلې او پېرزوینې هم وړاندې شوې دي.

حنیف اتمر د په تېر کې د کلیو او پراختیا وزارت، د پوهنې وزارت، د کورنیو چارو وزات او په تېر ملي یووالي حکومت کې د امنیت شورا د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې وه. ارګ هم په خپل بیان کې د ښاغلي اتمر د تېرو فعالیتونو څخه په قدردانۍ سره وایي چې د بهرنیو چارو وزارت ته یې غوره کړی دی.

د ولسمشر اشرف غني لخوا تېره ورځ هم یو شمېر کسان په نویو دندو وګمارل شول چې محمد ظاهر زهیر یې د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست وټاکه او یو شمېر نور کسان یې د بهرنیو سفارتونو او دغه راز د ځینو ولایتونو والیان مقرر کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر سلاکار او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د عامه اړیکو په نوم د جوړې شوې کمېټې مشر وحید عمر وویل چې په نیږدې راتلونکي کې به ارګ خپل کابینه بشپړه او ولسي جرګې ته د باور د رایې اخیستلو لپاره ور معرفي کړي.

بل پلو ولسمشر غني په تېرو څو اونیو کې له پخواني اجرایه رییس سره هم په مذاکرو لګیا دی او تمه ده چې هغه هم د حکومت په تشکیلاتو کې شامل کړي. ولسمشر د سولې یوه عالي شورا جوړوي چې د ګڼو جهادي، سیاسي او احزابي مشرانو په ګډون یې داکتر عبدالله ته د ریاست وړاندیز کړی ؤ، خو ویل کېږي چې نوموړي رد کړی دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف او یو مشېر نور مشران په دې هڅه کې دي چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د واک پر سر را منځته شوې سیاسي خلا له منځه یوسي او دوی یوې هوکړې ته سره ورسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.