The news is by your side.

روزګان د کرونا ویروس د خپرېدو له ګواښ سره مخ دی

خبریال وېب پاڼه/ روزګان کې د کرونا وېروس د خپرېدو امکان زيات دی.

د روزګان مدني فعالان د اعتراض په ډول راوتلي و او نیوکه یې کوله، چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست له نورو ولايتونو څخه روزګان ته د راتلونکو مسافرينو د سکرېنېنګ لپاره هېڅ تدابیر نه لري.

روزګان کې مدني فعالان د روزګان ـ کندهار لويې لارې ته راوتلي و او وایي، چې دکرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې د روزګان د عامې روغتيا رياست ناغېړي کوي.

دغه مدني فعالان اندېښنه لري، هغه کسان چې له نورو ولايتونو څخه روزګان ته راځي که روغتيايي کتنه يې ونه شي ډېر ژر به روزګان کې د کرونا ويروس خپور شي.

ياد مدني فعالان وايې، که حکومت يې ستونزو ته پاملرنه ونه کړي په لويو لاريونونو به لاس پورې کړي.

د روزګان د عامې روغتيا رياست مسؤولين بیا وايي، چې د عامې روغتيا وزارت په غوښتنه يې پر يادې لارې هغه روغتيايي ټيم نه دی ځای پر ځای کړی چې د کرونا ويروس تشخیص وکړي.

د روزګان د عامې روغتيا ریيس خان اغا مياخېل وايي، د يادې لارې پر سر د روغتیايي ټيم ګمارلو ته جدي اړتيا نشته.

دا په داسې حال کې ده چې په روزګان کې تر دا مهال د کرونا ۲ مشکوکي پېښي ثبت شوي دي.

روغتيايي مسؤولين وايي، سر دردي، پرنجی، ټوخی، سالنډي او تبه د کرونا ويروس د علايمو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس پنځه اتيا شکمن سمپلونه ټسټ شوي دي او له دې جملې څخه اتلس سمپلونه يې مثبت ثابت شوي دي.

ددې وزارت مسؤولينو ويلي چې د دې اتلس کسانو له جملې څخه په کابل کې يولس کسان، سمنګان کې دوه کسان او بلخ، کندوز، فارياب، غزني او لوګر کې يو – يو کس پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

د دې نويو مثبتو پېښو له ثبتېدلو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر دوه سوه نهه نوي کسانو ته ورسېدی. او تر دې دمه ترې اووه تنه مړه شوې دي.

عامې روغتيا وزارت له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کړې، چې پرته له اړتيا تګ او راتګ ونه کړي او د روغتيا پالانو لارښوونې عملي کړي.

په ورته وخت، په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندويې ادارې يا يونما مسؤولينو ويلي چې هرات ولايت کې يې يو کارکوونکی په کرونا ويروس اخته شوی دی.

بل خوا بيا نړيوال بانک له کرونا ويروس سره د مبارزي په موخه له افغانستان سره د سل ميليونه ډالرو د مرستې کولو ژمنه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې پرون د ازبکستان د روغتيايي وسايلو او خوراکي توکو مرسته هم د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته را ورسېدله.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.