The news is by your side.

پاکستان کې بند شوي خوراکي توکي نن را خلاصېږي

خبریال وېب پاڼه/ټاکل شوې ده نن شنبې د روانې اپریل میاشتې په څلورمه نېټه په سپین بولدک، کراچۍ، چمن او تورخم کې تم شوي زرګونه کانټیر را خوشي شي.

پاکستان وایي له افغان حکومت سره یې له خبرو وروسته پرېکړه کړې ده چې د په سپین بولدک، چمن او کراچۍ بندر څخه د زرګونه سوداګریزو توکو د لېږد اجازه ورکړي. ویل کېږي په کراچۍ بندر کې د افغانستان شاوخوا لس زره کانټینره او په چمن او تورخم کې څلور زره کانټینره سوداګریز توکي درول شوي دي.

دا توکي وروسته له هغه درول کېږي چې تېره اونۍ پاکستان د خپل هېواد ټولې پولې وتړلې چې دې کې د تورخم، سپین بولدک او چمن لارې هم وتړل شوې. تر دې وړاندې په یادو شویو بندرونو کې د ځینو تازو مېوو او سبزیجاتو د خرابېدو راپور هم ورکړل شوی ؤ.

د کرونا ویروس د خپرېدو او زیاتېدو سره ډېری هېوادونو خپلې پولې د ګاونډیانو پر مخ وتړلې او خلکو ته یې په تګ راتګ د بندیز اعلانونه وکړل. افغانستان او په سیمه کې ګاونډیو هېوادونو هم خپلې پولې وتړلې چې دې سره د لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو بیې هم په کم سارې توګه لوړې شوې. حکومت په لومړیو کې د دغې تشې د ډکولو لپاره ډېر ژر را ودانګل او بازار یې کنټرول کړ خو کله چې په مارکېټ کې توکي کم شول، دوی هم ناچار شول چې پر لوړو بیو چوپتیا غوره کړي.

د هېواد په ټولو بازارونو کې د خوراکي او ارتزاقي توکو بیې شاوخوا ۳۰ سلنه لوړې شوې دي او دې چارې ولس سخت اندېښمن کړی دی.

په ورته وخت کې پرون جمعه له ازبکستان څخه د بشردوستانه مرستو یوه جوپه را ورسېده چې په کې خوراکي او روغتیایي توکي موجود وو. تر هغې وړاندې له چین څخه یوه ډکه الوتکه روغتیایي توکي هم را رسېدلي وو. په ټوله کې تېره اونۍ د عربي متحده اماراتو په ګډون د مرستو یوه ښه اونۍ وه، چې د نړیوال بانک لخوا هم له افغانستان سره د څه د پاسه سل ملیونه ډالرو مرسته اعلان شوه. تر هغې وړاندې د امریکا متحده ایالتونو هم په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره شاوخوا ۱۵ ملیونه ډالره مرسته اعلان کړې وه.

له ازبکستان څخه په را رسېدلې بکسه کې له اوړو او غوړیو سربېره ځینې روغتیایي توکي هم شامل وو. په کابل کې د دغه هېواد سفیر د تسلیمۍ پر مهال وویل چې د کرونا ویروس د افغانان د یووالي او سولې لپاره غوره فرصت دی.

پاکستان په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ته به لومړی هغو لاریو ته اجازه ورکوي چې خوراکي توکي په کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.