The news is by your side.

دبندو جوماتونو سره څه وکړو- ډاکتر اکبر اکبر

خبریال ویبپاڼه –  کورونا د مړېنې نننۍ شميره (04/0چ4/2020) په نړۍ کې د دې ليکنې تر دمه چې لا د ټلېفون په ليک دړه مې ګوتې خوځيږي 58982 مړو ته رسېدلى خو په کورونا تر دې دمه په نړۍ کې له ټولو اخته شوو 1,120,752 ناروغانو نه 227,019 ناروغان روغ شوي هم دي او په دې حساب هلته چې هره مړينه يوه ستره بايلنه ده له ناروغۍ نه تر دې دمه د کابو هر پنځم ناروغ يا په لويه کې د %20.25 ناروغانو جوړيدل د کورونا سره د انسانانو د روانې نړيوالې جګړې  لويه سوبه ګڼلى شو او د بنګالۍ ژبې د نامتو ليکوال رابندرنات ټاېګور خبره رايادوي چې ويل ېېد هر نوي ماشوم د زېږېدلو سره ډير خوشالېږم ځکه  پوهېږمه چې خداى لا تر اوسه هم  له انسانه نه دى نهيلى شوې دا ځکه خو انسانان زيږي  داسې بريښي چې د کورونا سره له  جګړې نه هم تر اوسه پورې لوى خداى خوشاله ښکاري ځکه خو لا د مړو شميره تر رغېدونکو کابو پنځه هومره لوړه ده.

خو که د دې سوبې رشتينى شکر اداکول غواړو، په تيره بيا مونږه مسلمانان (دا چې د پېراسېټېمال paracetamol له ګوليو واخله تر وېنټايلېټر Ventilator پورې په هر څه کې د هم هغو کفارو لاسونو ته ګورو کومو کفارو ته چې تر هر لمانځه وروسته زمونږه د جوماتونو په جمو کې ښې په لوړ غږ خېرې کيږي) نو راځئ چې يو ښه وکړو، مونږه مسلمانان ېې وکړو او د ځان سره ېې وکړو او بيا لږ تر لږه د شکر د ادا کولو دا لاره نورې نړۍ ته هم وروښايو او هغه داسې چې راځئ خپل ټول تړلي جوماتونه د کورونا د ناروغانو د پاره په نوو لږ وختو او مېک شېفټ makeshift روغتونونو واړو، داسې روغتونونه چې په هم هغه جومات پورې د تړلي ونډ او کلي د کورونا ناروغان به ورته وروړل کيږي په دې ډول به دې ناروغانو ته نه يواځې دا چې د ګوښه توب يوه لويه خوندي خونه يا د جومات د لوى هال دننه بيلابلې وړې لږ وختې ناروغ خونې جوړې کړو بلکه دا به د هغې سيمې، ونډ او هغه کلي تر ټولو خوندي او سپېڅلې ځاى وي دا به د خداى کور وي د دې کور تقدس او پاکوالى به په خپل ځاى د ناروغه روحاني زواک ورډير کړي او د هغې سره به د ناروغه د ځان خونديتوب او معافيت يا immunity system پياوړى شي انسان به د خداى د کور تر درشلو ورشي او د هغه د پېرزو په درشلو کې به له هغه نه رحم وغواړي او دا به د بندو جوماتونو تر ټولو ګلالۍ او سپېڅلې کارونه او استعمال وي، له جوماته روغتون جوړول، له غونډي جوماته د وړوکى روغتون او له لويه جوماته د لوى روغتون جوړول!

او دا د لږ وختي روغتون تر ټولو ښکلى تصور دى چې مسلمانان ېې د نړۍ د ټولو انسانانو سره شريکولى شي ځکه چې له کليسا او چرچه واخله تر مندر، ګوردوارې او د يهوديانو تر سينيګاګه پورې د خداى د پاره د انسانانو هر جوړ شوې کور ښه په اسانه د isolatin او د ناروغانو دبېلولو په يوه بسيا لومړني مرکز آو لږ وختي روغتون بدلېدلى شي د دې سره به دا هم وشي چې نه يواځې د نوو روغتونونو د جوړولو اقتصادي پېټى به سپک شي بلکه د سيمې، ونډې اوکلي د ناروغانو د پاره به لږ تر لږه په ډير لنډ واټن کې لومړنى روغتيايي مرکز جوړ شي او جومات به د کليوالو د ګډو مرستو په يوه مرکز هم بدل شي له جوماته به د کلي خلکو ته نوې روغتياايزې لارښوونې خپريږي، هر کلى يو کېمېسټ/درملپال او کليوال درملتون لري او يوه دايي په کې وي او دوى دواړه ښه سوکه لږ تر لږه د لومړنيو طبي مرستو د پاره په ډيره لږه روزنه او لنډ وخت کې روزل کېدلى شي.

ياد ساتئ چې د کورونا ولګي په سلو کې اتيا سلنه ناروغان، يا خو د دې ناروغۍ نښې نه لري او يا په ګوښه توب / isolation او په ډيرو لومړنيو او ملاتړو طبي مرستو رغېدلى شي. يواځې په پاتې شلو فيصدو ناروغانو کې پنځه سلنه لويو روغتونونو او وېنټايلېټرز ته اړ وتلى شي او که له جوماتونو نه لږ وختي روغتونونه جوړ کړو نو دا به په خپل ځاى په لويو دولتي روغتونونو او روغتيايي مرکزونو باندې د کورونا د لاسه پرېوېې پيټې سپک کړي.

که څه هم په افغنستان کې د جوماتونو کره شمېره نه ده څرګنده ولې په دې کې شک نه شته چې هرکلې لږ تر لږه يو جومات لري او د ښارونو په ونډو کې د جوماتونو شمېر،  که تر دې ډير نه وي نو لږ ترې هم نه دى.

له بلې خوا له دوبۍ نه په 2015 زيږديز کال کې دالبيانورځپاڼې يوه خپورشوي رپورټ ويلي وو چې په 2019 زيږديز کال کې به په نړۍ کې د جوماتونو شمير 3.85 مليونو جوماتونو ته ورسيږي او که داسې وګڼو چې د نړۍ دا ټول جوماتونه يا حتى په دوى کې ډير جوماتونه، چې اوس بند او تړل شوي دي د مسلمانانو له خوا په لويو او وړو Makeshift او لږ وختو روغتونو واوړي او ورسره همدا جوماتونه د سيمې اوکلي د بې وزلو انسانانو او غريبانو د مرستو د ورټولولو د پاره د خير ښېګړى په مرکزونو بدل کړو او حتى روغ مسلمان ځوانان او روغې مسلمانې پيغلې ( چرته چې کېدى شي په تيره بيا په ښارونو کې) دې جوماتونو ته د آن لاين لنډو کورسونو تر بشپړولو وروسته د لومړنيو طبي مرکزونو والنټير او د خپلې خوښې کارکوونکي شي چې په طبي مرستو سربيره به د کلي غريبانو او د ښارونو زړو او معيبو خلکو ته خوراکي مرستې هم رسوي نو فکر وکړئ چې څومره لوى کار به شوى وي اوټول جوماتونه، د خداى ټول سپېڅلي کورونه به د خداى د ناروغو، ځورېدلو، اړو او بې وزلو بندګانو د پاره وکاريږي!!

نو که نړۍ ته د کورونا وېکسين نه شو جوړولى او نه ورته درمل او وېنټيلېټرز ورکولى شو نو دومره خو کولى شو چې نړۍ ته، نورو انسانانو او نورو امتونو ته وښايو چې لږ تر لږه د خداى سپېڅلى کور مو د هغه د ناروغو او بې وزلو بندګانو د درملنې او مرستې د پاره سم استعمال کړو او کېدى شي چې بيا همدا کار د ټولو نورو دينونو منونکي هم وکړي او د ټولې ځمکې پر مخ دلوى خداى ګڼ کورونه د خداى د ناروغو بندګانو د خير او رغونې د پاره استعمال شي او په دې ډول نه يواځې دا چې جوماتونه ونه تړل شي بلکه  دا د لوي خداى سپېڅلي کورونه لا نور هم سم وکاريږي او ورسره د انسان د خدمت د لارې د لوى خداى شکر ادا کړو  او له هغه لويه ذاته د هغه د کاله په درشلو کې د هغه رحم او له دې لوېې بلا نه د انسانانو د ژغورنې دعا او سوال وکړو.

(ډاکټر محمداکبر اکبر، د بېړنې طب ډاکټر Emergency physician. ليکوال، شاعر، برادکاسټر او ژرنالېسټ،

کېنټ، انګلېنډ، برتانيه)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.