ارګ اود چارو ادارې ته کرونا وایرس ننوت

خبریال ویبپاڼهله ارګ نه تر لاسه شوي راپورونه وايي چې د چارو ادارې(اداره امور) او ارګ ته د کرونا وایرس ننوتی دی .

تر دم ګړیه خبریال ډاټ کام ته رسېدليراپورونه ښييچې تر لسو د زیاتو کسانو نه کررونا لپاره د ټیسټ اخیستل شوی ؛ خو دقیق شمېر لا هم نه دی روښانه .

ځیني سرچینې وايي چې د ولسمشر لمړيمرستیال سرور دانش باندي هم تبه راغلې ؛ غاړيیې خوږېږي او سخت ټوخی ورلوېدلی دی ؛ خو سرچینه لا هم دا نه تایدوي چې ښاغلی سرور دانش ديپه دغه ناروغياخته شوی وي .

د اشرف غنيدوهم مرستیال سرور دانش له ایرانیانو سره نېژدې راشه درشه لرياو داسي انګېرنې شته دي چې ښايي ښاغلی دانش له هم دې کبله د کرونا په ناروغي اخته شوی وي .

خبریال ویب پاڼې ته له ارګ نه دا پخلی وشو چې د چارو په اداره کې د دوو کسانو د کرونا ټیسټونه مثبت شويدي‌.

دغه سرچینه وايي چې ارګ پر دې پلټنه کويچې څنګه کرونا د ولسمشر ترماڼۍ ورسېده ؟

ارګ واييچې ولسمشر ماڼۍ ته تلونکی هر کس په اریانا څلور لارې کې لمړی ټیسټ کېږي او د بهر نه ورتلونکي ټول مامورین په دوهمه تلاشي کې دواپاشي کېږي او پر هغوی باندي ځانګړيدرمل پاشل کېږي چې پر کالیو او وجود موجوده کرونا وژلای شي .

تر اوسه پوري دافغانستان د ولسمشر ماڼۍ دې موضوع ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی او دوی واييچې دا موضوع د روغتیا په وزارت اړه لري .

که څه هم کرونا وایرس له سپیني ماڼۍ نېولې بیا د بریتانیا تر پارلمانه د نړۍ په ډېرو سترو هسکو او د امنیت له پلوه خوندي ودانیو ورننوت ؛ خو په افغانستان غوندي غریب هیواد کې د غریب ولس سره سره د دنګو ماڼیو او سختو امنیت پوښلو ادارو لوړرتبه چارواکيسخت ورته وار خطا دي‌.

علت دادی چې لاري بندي دي او دا ویرس د نړۍ ټوله هیوادونه په مخه را اخیستي چې ښايي چارواکيله افغانستان نه بهر د علاج لپاره امکانات ونه لري .

دا په داسيحال کې ده چې کابل کې پر کووېډ نولس ناورغۍ د اخته کسانو د زیاتوالي او د یوه کس د مړه کېدو نه وروسته، د کابل والي ګواښ کوي چې سر له سبا به (یکشنبې د اپریل له ۵) کابل ښار کې د کرځ بندیز لپاره تابیاوې زیاتې شي.

د کابل والي یعقوب حیدري وايي دا چې د کرونا ویروس له امله ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو هېوادوال کرځ بندیز په پام کې نه نیسي موږ سرغړونکي نیسو، قرنطین کوو یې، سزا ورکوو.‌

تر دم ګړیه په ټوله نړۍ کې د کرونا یا کویډ۱۹ ناروغۍ نېژدې یو عشاریه دوه میلیونه کسان نیولي چې د وژل شویو کسانو شمېره یې اوس کابو ۶۵ زرو ته رسېږي .‌

     

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More