The news is by your side.

د کرونا ویروس پر ضد د دیني علماؤو د منبر غږ پروګرام

خبریال وېب پاڼه/ په خوست کې دیني عالمانو د کرونا پرضد د منبر غږ پروګرام له لارې د کرونا څخه ځان ساتل یې شرعي او دیني حکم وګڼلو.

د خوست والي محمد حلیم فدايي وایي چې دغه پروګرام د دې ولایت مرکز او ولسوالیو ۱۲۶ علماءکرامو د یوې لوی راټولیدنې پر مهال چې د کرونا د مخنیوي تدابیر په کې نیول شوي وو، د کرونا پر ضد د منبر غږ د انسجام او ولایتي انسجام برنامه پیل شوه او ۱۲۶ علماءکرام د برېښنايی ګروپ له لارې له یو او بل سره وصل شول.

په دې اړه نیول شویو مراسمو کې چې د خوست مرکز او ولسوالیو جیدو علماء کرامو، خطیبانو او ملا امامانو ګډون کړی و، اویا تنه علماء کرامو ته سمارټ(ځیرک) موبایلونه د خوست والي په مالي لګښت توزیع شول او تر څنګ یې ۱۲۶ علماء کرامو ته ۲۵۲ ټوکه د قران کریم تفسیرونه ورکړل شول.

په ناسته کې د معالوماتي ټکنالوژۍ ریاست له خوا ۱۲۶ علماء کرامو ته د ټولنیزو رسنیو او په خاصه توګه د وټساپ څخه د ګټې اخیستې عملي ټرنینګ او پرزنټیشن وړاندې شو، ترڅو علماء کرام له نوې ټکنالوژۍ سره بلد او په دیني چارو او د ټولنې په اصلاح کې ترې ګټه پورته کړي.

په دې مراسمو کې ۱۲۶ علماء کرامو د کرونا پر ضد هر یو پیغام وړاندې کړ، په یو غږ سره یې وویل چې موږ له خوستوالو غواړو چې دا شرعي او دیني حکم دی، چې د وبا لکه کرونا او نورو څخه ځان، کورنۍ او کلی وساتﺉ، په کور پاتي شئ، چې روغ پاتې شئ، چې د ۱۲۶ علماء کرامو د پیغامونو کلیپونه به د سوشل میډیا، راډیو او ټلویزیونونو له لارې په منظم ډول تر ولسه ورسېږي.

والي زیاته کړه یو عالم د هرچا د مخه د هر هغه تهدید چې انسان، ځان، کورنۍ، کلی، ولایت او هېواد زیانمن کوي، د اول سنګر سپاهي او لومړنی مبارز دی.

والي وایي په ټولنه کې د عالم نقش مهم او اساسي دی، دا که انساني افتونه دي، که طبعي او که خدايي افتونه دي، پر وړاندې یې د پوهاوي ځای او شخص زموږ خطیب، امام او عالم دی.

دیني عالمان وایي، دغه راټولېدنه د کرونا پر خلاف د منبر غږ په اړه ترسره شوه کرونا یوه وبا ده، چې راغلي او موږ باید د ټولو منکراتو او بد اخلاقیو پر خلاف له منبر څخه غږ پورته کړو.

دیني عالمان زیاتوي هرڅه باید له ولس سره په حکمت شریک شي، او د کرونا په اړه غلط تصور باید له منځه لاړ شي، کرونا یوه وبا ده، چې مسلمان او کافر دواړه نیسي او موږ باید ټول وقایوي تدابیر ولرو.

د دغه ولایت اوسېدونکي بیا وایي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره وقایه مهمه ده، چې له دې مرحلې وروسته د علاج او بیا د شفاء مرحله ده او ټول باید هڅه وکړي د کرونا ویرږس په وړاندې تدابیر ولرو.

خو والي زیاتوي چې د کرونا پر ضد د منبر غږ یوازې په کرونا پورې اړوند نه دی، بلکې دې سلسلې ته دوام ورکول کیږي او نن ورځ ۱۲۶ علماء کرام د وټساپ له لارې سره نښلول کیږي، چې دوی ته ۷۰ موبايلونه وړیا ورکړل شول، دوی به د کرونا پر ضد د منبر غږ ګروپ کې سره یو ځای شي او د علماء کرامو د یووالي تر څنګ به د ټولو هغو موضوعاتو په اړه په دې ګروپ کې بحثونه کیږي، چې زموږ ټولنې لپاره ګټور او د خلکو د ژغورنې په موخه دي.

په ورته وخت کې د حج او اقافو رئیس اظهارالدین مظهري وایي، چې د خوست دیني عالمان په داسې غونډه کې راټول شوي، چې د انسانانو په منځ کې د وبا د مخنیوي لپاره سره یو کیږي.

دیني عالمانو په یوه غږ وویل چې ټول خلک باید د دغه ویروس پرضد وقایوي مبارزه وکړﺉ او د کرونا له ګواښ څخه ځان، کورنۍ، کلی او نور وساتئ، په کور پاتي شئ، چې روغ پاتې شئ.

دا په داسي مهال ده چې د دغه ویروسګواښ او پروړاندې یې اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.