The news is by your side.

کابل کې نن ګرځبندیز جدي عملي کېږي

خبریال وېب پاڼه/د کابل والي په خپلو تازه څرګندونو کې پر کابل ښاریانو غږ کړی چې سر له نن یکشنبې پرته له ډېرې جدي اړتیا له کورونو بهر نه شي.

د کابل والي یعقوب حیدري وایي چې په کابل کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره اړ دي چې په ښار کې د تګ راتګ پر وړاندې خپل دریځ جدي کړي او خلکو ته پرته له اړین کار د ګرځېدو اجازه ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له هرات را وروسته کابل د کرونا د زیاتو مثبتو پېښو شاهد دی او دې چارې ولس او حکومت اندېښمن کړی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۲۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې یوازې له کابل څخه لس پېښې ثبت شوې دي. دې سره په ټول هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر هم تر ۳۳۷ پورې لوړ شو.

حکومت وار له مخې په کرونا ځپلو ولایتونو او لویو ښارونو کې د دریو اونیو لپاره ګرځبندیز لګولی دی او خلکو ته یې له اړتیا پرته پر تګ راتګ د بندیز لارښوونې کړې دي خو په دې برخه کې ډېر جدیت نه تر سترګو کېږي او لامل یې د خلکو فقر او بېوزلي ښودل شوې ده.

هرات د کرونا د مثبتو پېښو د جدول په سر کې دی چې شاوخوا ۲۱۴ کسان یې په دغه ویروس اخته شوي دي او څلور کسان یې د دغه ویروس له امله وژل شوي هم دي. تېره ورځ په دغه ولایت کې یوه تاجر هم خپل یوه ودانۍ چې تر هغې وړاندې هوټل ؤ، له کرونا ځپلو سره د مرستې په پار روغتون ته ځانګړې کړه. ویل کېږي دې ودانۍ کې سل بیستریز روغتون جوړېږي. په ورته وخت د حکومت لخوا هم په هرات کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره په یو بل سل بیستریز روغتون چټکې ودانیزې چارې روانې دي چې تمه ده په نیږدې ورځو کې ګټې اخیستنې ته برابر شي.

هخوا په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا مثبتې پېښې تر یو ملیون او دوو لکو اوړي. شاوخوا ۶۵ زره کسان یې وژلي او په دې وروستیو کې امریکا د کرونا له امله د لویو قربانیو شاهده ده، چې په کې تر ۳۰۰ زره زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې او څه کم ۶۵۰۰ کسان یې د دغې ویروس له امله وژل شوي دي.

د کابل والي وروسته له هغه په کابل ښار کې د ګرځبندیز لړۍ جدي کوي چې په دغه ښار کې د د کرونا مثبتې پېښې څه کم پنځوسو ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کابل ښاریانو ګرځبندیز نه دی مراعات کړی. نوموړی وایي چې له هغو هټیوالو سره به هم جدي چلند وشي چې د دوی لخوا ورکړل شوې سپارښتنې نه عملي کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.