ارګ اود چارو ادارې ته کرونا وایرس ننوت
خبریال ویبپاڼه – له ارګ نه تر لاسه شوي راپورونه وايي چې د چارو ادارې(اداره امور) او ارګ ته د کرونا وایرس ننوتی دی .
تر دم ګړیه خبریال ډاټ کام ته رسېدلي راپورونه ښيي چې تر لسو د زیاتو کسانو نه کررونا لپاره د ټیسټ اخیستل شوی ؛ خو دقیق شمېر لا هم نه دی روښانه .
ځیني سرچینې وايي چې د ولسمشر لمړي مرستیال سرور دانش باندي هم تبه راغلې ؛ غاړي یې خوږېږي او سخت ټوخی ورلوېدلی دی ؛ خو سرچینه لا هم دا نه تایدوي چې ښاغلی سرور دانش دي په دغه ناروغياخته شوی وي .
د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش له ایرانیانو سره نېژدې راشه درشه لرياو داسي انګېرنې شته دي چې ښايي ښاغلی دانش له هم دې کبله د کرونا په ناروغي اخته شوی وي .
خبریال ویب پاڼې ته له ارګ نه دا پخلی وشو چې د چارو په اداره کې د دوو کسانو د کرونا ټیسټونه مثبت شوي دي.
دغه سرچینه وايي چې ارګ پر دې پلټنه کوي چې څنګه کرونا د ولسمشر ترماڼۍ ورسېده ؟
ارګ وايي چې ولسمشر ماڼۍ ته تلونکی هر کس په اریانا څلور لارې کې لمړی ټیسټ کېږي او د بهر نه ورتلونکي ټول مامورین په دوهمه تلاشي کې دواپاشي کېږي او پر هغوی باندي ځانګړي درمل پاشل کېږي چې پر کالیو او وجود موجوده کرونا وژلای شي .
تر اوسه پوري دافغانستان د ولسمشر ماڼۍ دې موضوع ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی او دوی وايي چې دا موضوع د روغتیا په وزارت اړه لري .
که څه هم کرونا وایرس له سپیني ماڼۍ نېولې بیا د بریتانیا تر پارلمانه د نړۍ په ډېرو سترو هسکو او د امنیت له پلوه خوندي ودانیو ورننوت ؛ خو په افغانستان غوندي غریب هیواد کې د غریب ولس سره سره د دنګو ماڼیو او سختو امنیت پوښلو ادارو لوړرتبه چارواکي سخت ورته وار خطا دي.
علت دادی چې لاري بندي دي او دا ویرس د نړۍ ټوله هیوادونه په مخه را اخیستي چې ښايي چارواکي له افغانستان نه بهر د علاج لپاره امکانات ونه لري .
دا په داسيحال کې ده چې کابل کې پر کووېډ نولس ناورغۍ د اخته کسانو د زیاتوالي او د یوه کس د مړه کېدو نه وروسته، د کابل والي ګواښ کوي چې سر له سبا به (یکشنبې د اپریل له ۵) کابل ښار کې د کرځ بندیز لپاره تابیاوې زیاتې شي.
د کابل والي یعقوب حیدري وايي دا چې د کرونا ویروس له امله ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو هېوادوال کرځ بندیز په پام کې نه نیسي موږ سرغړونکي نیسو، قرنطین کوو یې، سزا ورکوو.
تر دم ګړیه په ټوله نړۍ کې د کرونا یا کویډ۱۹ ناروغۍ نېژدې یو عشاریه دوه میلیونه کسان نیولي چې د وژل شویو کسانو شمېره یې اوس کابو ۶۵ زرو ته رسېږي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.