The news is by your side.

کابل کې د سل میلیونه ډالرو امنیتي کامرې ګټه او تاوان !

خبریال وېبپاڼه / د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له امنيتي کامرو څخه ګټنه کېږي. زموږ په سيمه کې يې تر ټولو غوره بېلګه چين او هندوستان دي.
چين خپل ټول وګړي ثبت کړي. د ټولو وګړو بايومتريک مالومات ورسره خوندي دي او په تېرو څو کالونو کې يې د خپلو ټولو وګړو د مخ پېژندنې الګوريتمونو ته بې‌سارې وده ورکړې ده. هلته چې هر څوک پر سرک تېرېږي په امنيتي کامرو کې ليدل کېږي او کامره د دې پر ځای چې ويډيو ډکه کړي وګړی تشخيصوي او د مصنوعي ځيرمنتيا په مرسته د هغه ټول فعاليتونه ثبتوي. دا له کچ پرمختللې ټېکنالوجي د دې باعث شوې چې چين د ګڼو دښمنانو په لرلو سره خوندي هېواد وي.
هندوستان له تېرو څلورو کالونو را په دېخوا په پلازمېنه ډيلي او ځينو نورو لويو ښارونو کې ورته هڅه کوي خو لا هم د چين هومره بريالي شوي نه دي. په پلازمېنه ډيلي کې شاوخوا درې لکه کامرې لګېدلي دي. تقريباً په هره کوڅه او څلور لارې کې کامرې شته. دا کامرې چې يو هارډیسک ورسره نښلېدلی وي څلرويشت ساعته ويډيو ډکوي. دا ويډيو ګانې له يوې مودې وروسته په خپله پاکېږي چې نويو ثبتونو ته ځای تش شي. که چېرې په کومه سيمه کې کومه امنيتي پېښه وشي پوليس راځي او له کامرې څخه ثبت شوې ډېټا د ارزونې لپاره وړي. کوم منظم سيسټم نلري چې په هره شېبه کې هر وګړی وڅاري. په ځينو سيمو کې خلکو کامرې او ورسره تړلي هارډيسکونه غلا کړي دي چې سيمه‌ييز حکومتونه يې اندېښمن کړي دي. څه موده وړاندې د ډيلي سروزير ويل چې د کامرو او هارډېسکونو د غلا موضوع جدي ده. دوی به له غلو سره جدي برخورد وکړي.?

په هر صورت، په کابل ښار کې به امنيتي کامرې هغه وخت نتيجه ورکړي چې لومړی د دې هېواد ټول وګړي ثبت شي او د مخ پېژندنې د ټېکنالوجي په مرسته يې د مخونو ټولې پېژندويه نښې ثبت شي او بيا د مصنوعي ځيرمنتيا په مرسته ورته يو ډېر دقيق سيسټم جوړ شي چې د هر غير قانوني عمل په تشخيصولو سره اړوندې حوزې او پوليسانو ته خبر ورکړي.
له دې پرته به د ډيلي غوندې د ويډيو د ثبت کامرې وي چې يوازې د ترسره شويو پېښو جزيات به ثبتوي او له پیښو وروسته په څېړنو او پلټنو کې به څه ناڅه مرسته کوي.
سل ميليون ډالر ښايسته ډېرې پيسې دي دا دې د برېښنايي تذکرو او احصايې ادارې ته ورکړي چې فېس ريکوګنېشن ټېکنالوجي وارده کړي او د ګوتو او کسيو د نښو تر څنګ د خلکو د مخونو او څېرې جزيات هم ثبت کړي. روسته بيا په ډېر لږ لګښت د ټول هېواد هر وګړی څارل کېدای شي.
فېس ريکوګنېشن هغه ټېکنالوجي ده چې په مرسته يې همدا اوس ستاسو ټليفون ستاسو څېره پېژني او ستاسو په ليدلو سره اتومات درته کولپ خلاصوي.
لیکوال: ډاکتر بهیج عثماني

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.