The news is by your side.

ځان سره ژمنې وکړه!

ځان سره ژمنې وکړه!

تر هر څه وړاندې تل د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، ځکه يوازې تاسې ياست، چې د خپلو ستونزو په اړه ډېر پوهېږي. دا تاسې ياست چې ځانته ښې مشورې ورکوې، او د خپل ځان سره مرسته کوې، چې پرمختګ وکړئ.نو تاسې د ده لپاره چې خپل ژوند کې د ځان اتل اوسئ. ځان سره ځينې ژمنې وکړئ:

۱ـ ژمنه وکړئ، چې له نن څخه وروسته به په هره مياشت کې يو کتاب لولې:

د ناکامو خلکو ځانګړنو څخه يوه دا ده، چې وايي، زه يې نشم کولى، خو يو کامياب شخص هېڅ کله دا جمله په خپل خوله نه راوړئ، ځکه دوى ته څرګنده وي، چې که انسان وغواړي په خپل ژوند کې هر څه کولى شي، او هر کار ته رسېدى شي. په هره مياشت کې د کتاب ويلو ژمنه به مو تاسې ته د ژوند پرمختګونو او د ستونزو حل کولو لار هواره کړي.

۲ـ  ژمنه وکړئ، هغه یادونه چې تاسې ځوروي نور یې له ذهنه وباسئ:

د تېرو وختونو یادول تل انسان ته زجر ورکوي، او بیا هغوی چې تل د تېرو پېښو شا یې نیولې وي، ورته د ژوړ خفګان ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې په دې ډول به نو د ژوند خوند او رنک په پوره توګه له لاسه ورکړي.

۳ـ ژمنه وکړئ، هغوی چې تاسې ته ارزښت نه درکوي، تاسې هم ارزښت ورنکړئ:

که غواړئ ژوند مو هېڅ کله درته بې ارزښته نشي، دېته پام وکړئ، چې په څه شي پورې مو زړه تړلی. ځکه هغوی چې تاسې ته ارزښت نه درکوي، که تاسې ورته هر څومره د ځان ګرانولو کوښښ وکړئ، بیا هم کومه ګټه نه لری.

خو مونږ په خپل ژوند کې تل د هغو شا نیولې وي، چې هېڅ مونږ ته ارزښت نه راکوي، او پر ځای یې هغه کسان، چې شپه او ورځ زمونږ د خوښۍ لپاره کوښښونه کوي، وخت ورته نه لرو، په ارزښت یې نه پوهېږو، او زمونږ ژوند کې د اضافي خلکو په کتار کې راځي.

یو انسان د بل انسان په قدر او ښېګڼو هغه وخت فکر کوي، چې ژوند نه یې لاړ شي، هغه مهال که د چا په ارزښت پوه شئ نو څه ګټه به ولري.؟

که غواړئ ژوند کې مو هېڅ کله پېښمانه نه شئ، نو د خپل شته وو په قدر پوه شئ، مخکې له دې چې ځنډ وشي.

کله چې پوه شوئ، چې یو څوک تاسو ته ارزښت نه درکوي، نو خبل وخت پرې مه ضایع کوئ، لاړ شئ، په ښکلو ګلانو د هغو زړونه خوشحاله کړئ، چې تاسې یې ټوله نړئ یاست، د هغه خلکو لاسونه مچو کړئ، چې خپله ځواني یې ستاسو په روزنه کې خاورې کړې ده.

۴ـ ژمنه وکړئ، چې ژوند کې پر هیچا باور ونه کړئ:

باور کول پر نورو د دې سبب کېږي، چې په خپل ژوند کې له لویو ستونزو سره مخ کوي. زمونږ ټولنه او کورني ژوند کې داسې ډېرو خلکو سره ورځې شپې سبا کوو، چې ژبه ډېر خواږه دي، خو په زړه درسره رخه لري، دوی تل د دې په تمه ناست وي، چې تاسې له شا په چاړه ووهي.

لیکنه: مریم صدیقی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.