The news is by your side.

د امريکا په کانګرس د ټرمپ پلویانو حجوم وروړی

د امريکا په کانګرس د ټرمپ پلویانو حجوم وروړی

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بيا اعلان وکړ چې دی په ټاکنو کې خپله ماته نه مني څو ساعته وروسته دده پلويانو په کانګرس حجوم وروړ او کانګرس یې پخپل واک کې واخیست.

د ډونالډ ټرمپ پلویانو کانګرس په داسې حال کې یرغمل کړ چې دغلته سناتوران راټول شوي و او غوښتل یې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جوبایډن بريا په رسمي ډول تاييد کړي.

د جوبایډن غبرګون
د امريکا نوي منتخب ولسمشر جوبایډن د ډونالډ ټرمپ د پلویانو دې کار ته په غبرګون کې وويل چې دا د بلواګرو يوه کوچنۍ ډله ده‌ او ډونالډ ټرمپ بايد ژر تر ژره په ملي ټلويزيون راڅرګند شي او د خپلو پلويانو څخه غوښتنه وکړي چې خپل احتجاج ته د پای ټکی کېږي.

همداسې وشول
د جوبایډن تر غوښتنه وروسته ډونالډ ټرمپ يو ویډيويي پيغام پرېښود او د خپلو پلویانو څخه یې وغوښتل چې خپل احتجاج پای ته ورسوي او کورونو ته ولاړ شي.

ډونالډ ټرمپ وويل چې نه غواړي ددې احتجاج په پايله کې چاته زیان ورسیږي، ده زیاته کړه چې په اوس وخت کې دوی امنيت او ارامۍ ته اړتيا لري.

زیانونه


د ډونالډ ټرمپ پلویان‌ د امریکا کانګرس ته خالي لاس نه و ننوتلي، بلکې ډېرو یې وسلې درلودې، ان د کانګرس دننه‌ ډزو غږونه واورېدل شو چې ويل کېږي په پايله کې یې یوه مېرمنه سخته ټپي شوې ده.

د ډونالډ ټرمپ پلويان بدون له دې چې د کومې لویې ستونزې سره مخ شي په دې بريالي شول چې د امريکا کانګرس ته د وسلو سره دننه شي.

دوی سوله ايز نه و ځکه د وسلو سره ننوتلي و، د امريکا د کانګرس په شاخوا کې تاوتریخوالی په زياتېدو و، د کانګرس په مخکې د ډونالډ ټرمپ پلویانو اورونه بل کړي او د ډار فضا حاکمه وه.

د نړيوالو غبرګونونه
په امريکا کې ددې پېښو د پېښېدو سره د ځينو هېوادونو څخه پيغامونه هم خپاره شول چې دغلته يې د سکونت او ارامۍ غوښتنه وکړه، د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات په دواړو لوريو غږ وکړ چې د ارامۍ څخه کار واخلي.

د استقرار هېواد په لړزه کې
د امريکا متحده ايالات تر ډېره دداسې هېواد په توګه نړۍ ته معرفي کېږي او ورپېژندل کېږي چې هلته هرڅه ډېر استقرار لري او هرڅه د لوی ثبات څخه برخمن دي.

خو د ډونالډ ټرمپ د امريکايي ټولنې حقيقت يو څه په نړيواله سطحه ښکاره شو، په دې هېواد کې تر نیمايي پورې داسې خلک ژوند کوي کې تر ډیموکراسۍ ډېره امريکايي افراطي ملت پالنه او پګانيزم باندې سخت باور لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.