The news is by your side.

ناټو راتلونکې میاشت له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه پرېکړه کوي

خبریال وېبپانه/ ناټو وایي، چې راتلونکې میاشت به په افغانستان کې د حضور او یا وتلو په اړه پرېکړه کوي، چې ووځي او که پاتې شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته ویلي دي چې ۲۰۲۱ز کال د ناټو لپاره سخت کال دی او ښايي دوی له ګڼو ننګونو سره مخ وي، ځکه په خبره یې، د سرتېرو د ایستلو په شمول یې له ځینو سختو او باریکو پرېکړو سره مخ دي.

 دده په وینا تر ټولو ستره ننګونه د افغانستان په اړه پرېکړه کول دي، چې پاتې شي او که ووځي.

 ینس سټولټنبرګ وایي راتلونکې میاشت د ناټو ددفاع وزیران غونډه کوي او په هغه کې به پرېکړه کېږي چې سرتېري یې په افغانستان کې پاتې شي او که ووځي.

 دده په خبره که سرتېري وځي نو دا خطر باید ومنو چې افغانستان بیا ځلې د ترهګرو پر ځاله بدلېږي او که حضور ته ادامه ورکوو بیا هم ځینې خطرونه دي چې باید ومنل شي.

هغه د بین الافغاني خبرو ددویم پړاو د پیلېدو هرکلی هم کړی دی خو وایي ښایي ناټو د ځواکونو حضور یا وتل د دوحې په خبرو کې له پرمختګ سره وتړي.

تر دې وړاندې یو شمېر افغان چارواکو او سیاسي شخصیتونه له افغانستان د ناټو د سرتېرو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، چې ښايي په وتلو سره یې بیا افغانستان د جګړو په ځاله بدل شي.

امریکا وار دمخه په افغانستان کې له لسو اډو خپل سرتېري ایستلي دي.

لا معلومه نه ده چې ناټو به د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه څه پرېکړه وکړي، خو د سولې خبرو کې پرمختګ سره دا هر څه تړلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.