The news is by your side.

د هاروارډ پوهنتون ښوونکی د خوشحاله کېدو ۴ دقيقه يي راز بيانوي

په ۴ دقيقو کې د خوشحاله کېدو لپاره ۴ اسانه کارونه

خبريال وېبپاڼه/ خوشحاله کېدل يا خوشحاله اوسېدل په اوس وخت کې ډېری کسان د پيسو سره تړي، يانې ډېر کسان اوس‌ دا عقیده او قناعت لري که پيسې ولري نو خوشحاله دي او که پيسې ونلري نو خوشحاله کېدل یې امکان نلري.

دا کېدی شي ځينې وخت سمه خبره وي، خو په ډېرو وختونو کې دا فکر په عملي ساحه کې کار نه ورکوي يانې نه عملي کېږي، په دې ليکنه کې د هاروارډ د پوهنتون د ښوونکي Ashley Whillans څو سپارښتنې درسره شريک کو، ددې سپارښتنو عملي کول تاسې په لنډ وخت کې خوشحاله کوي.

• کېدی شي ځینې وخت بعضې خلک دومره مشغول وي چې هېڅ وخت ونلري، وانا کېدی شي د ډېرو ملګرو او دوستانو تلیفون ته د څو دقيقو لپاره هم ځواب ورنشي کړی، دا ډول کسان ډېر وخت د خپلو کارونو د رسولو لپاره د سخت سټریس سره مخ کېږي چې دا یې هم د کارونو د په سم ډول ترسره کولو مانع کېږي او هم يې په اوږد مهال کې د روغتيا لپاره زيان لري، ددې لپاره کولی شی چې د کار په وخت کې د کوم ځنډ سره د مخ کېدو په صورت کې دوه‌ درۍ دقيقې ترلاسه کړئ، په دې موقع کې فوراً خپل ملګري او دوست يو ټوکه ولېږئ، يو جالب عکس ورته ولېږی يو مسج ورته ولېږی، پدې ډول خپل يو نېږدې کس يوه شېبه خندولی شئ، ددې ترڅنګ به مو هم هغه خوشحاله ساتلی وي او هم به مو ټولنيز ژوند کې تر یوه ځایه ونډه اخيستې وي.

• د رخصتۍ په ورځ د کار سره خدای پاماني وکړئ، دا مو‌ هم د خوشحالۍ سبب کېږي او هم مو ذهن ته وخت ورکوی ترڅو ارام وکړي او يو څه‌ د نوي شيانو سره مخ شي، په دې ډول مو‌ هم د خپل ذهن ستړيا رفع کولی شئ او هم مو ذهن ته خلاقيت وربخښلی شئ.

•- د څو دقيقو لپاره د یوه ځنګل د یو سيند او همداسې د يو بل طبعي ځای ویډیو وګورئ، يوټيوب ته ولاړ شئ او د طبعيت يوه ويډيو د ارام موزيک سره وګورئ، دا به مو فوراً ذهن تازه کړي او يو ډول دمه به درکړي، په دې باندې پوه شئ چې حضور او ارامښت تر خوشحالۍ څخه اوږد خوند لري.

•- خپل خواږه يادونه در په زړه کړئ، هڅه وکړئ ذهن مو د هغه خيالونو څخه لرې وساتئ چې تاسې ځوروي، د خپلې بريا ورځ، د خپل ماشومتوب دوره د يوې ستونزې څخه د خلاصون شېبه در په ياد کړئ، دا تاسې ته د ژوند خوښي او ساده ګي در په ياد کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.